جرمن ولسمشر "د نازیانو ظلمونو" لپاره له پولنډه بښنه وغوښته

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر د هغو ظلمونو لپاره له پولنډه بښنه غوښتې چې په دویمه نړیواله جګړه کې نازیانو د پولنډ پر خلکو کړي وو. ښاغلی شټاینمایر او یو شمېر نور نړیوال مشران په پولنډ کې هغو مراسمو کې ګډون کوي چې د دویمې نړیوالې جګړې د پيلېدو کلیزې په پلمه جوړ شوي.

په همدې پلمه د یکشنبې پر ورځ یوه غونډه د پولنډ په ویلون ښار کې یوه جوړه شوې وه، چېرې چې په دویمه نړیواله جګړه کې د د جرمني لخوا لومړی بم وغورځول شو.

د جرمني ولسمشر شټاینمایر غونډې ته وویل:

"زه د جرمني د ظلم پولنډي قربانیانو پر وړاندې خپل سر ټیټوم، او بښنه غواړم".

په همدې غونډه کې د پولنډ ولسمشر اندرې دودا پر پولنډ د جرمني برید "بربریت" وباله.

ویلون ښار هغه مهال هېڅ پوځي ارزښت نه درلود، خو نازیانو بیا هم بمبار کړ او د "وېرې خورولو لپاره" یې زرګونه کسان پکې ووژل.

په دویمه نړیواله جګړه کې پولنډ سخت زیان ولید او کابو شپږ ملیونه وګړي یې دې جګړه کې ووژل شول. له هغې جګړې اتیا کاله وروسته پولنډ لا هم له جرمني نه د وژل شویو کسانو او اوښتې تباهۍ تاوان غواړي.

د همدې غوښتنو له کبله په دې وروستیو کې د پولنډ او جرمني ترمنځ اړیکې هم ترینګلې شوې دي.

د پولنډ د پارلمان یوه ځانګړې کومیټه پر دې کار کوي چې له جرمني باید څومره تاوان وغوښتل شي، خو جرمني ټینګار کوي چې دا موضوع نور پای ته رسېدلې.

ویل کېږي چې پر ویلون ښار د بمبار امر پخپله د هغه مهال نازي جرمني مشر اډولف هټلر ورکړی و. له دې برید وروسته برتانیې جرمني ته خبرداری ورکړ چې باید په سملاسي توګه خپل پوځي عملیات ودروي.

خو جرمني د بریتانیا خبرداری رد کړ، او د ۱۹۳۹ کال د سپتمبر پر دېیمه نېټه برتانیا او فرانسې د جرمني پر ضد د جګړې اعلان وکړ، هغه جګړه کې شپږ کاله یې دوام وکړ او لسګونه ملیونه کسان پکې ووژل شول.