تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان هند ته د خبرو مشروط وړاندیز وکړ
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هند ته په مشروط ډول د مذاکراتو وړاندیز کوي. نوموړی وايي، 'پاکستان پر دوه اړخیزو خبرو هېڅ اعتراض نه لري ' او د دریمګري لوري د مرستې یا منځګړیتوب هرکلی کوي.
له بي بي سي اردو څانګې سره ځانګړې مرکه کې ښاغلی قریشي وايي، پاکستان هېڅکله له خبرو انکار نه دی کړی، خو په وینا یې د هند لور ته د خبرو یا مذاکرې هېڅ چاپیریال نه لیدل کېږي. نوموړی وايي:
''داسې حال کې چې ګرځبندیز لګېدلی، خلک د مرګ او ژوند تر منځ ایسار دي، ډله ییز جنسي تېری کېږي، خلک زندانونو ته ټیل وهل کېږي، ما ته خو د خبرو هېڅ چاپیریال نه ښکاري. ''
نوموړی وايي، ''که د هنر تر کنټرول لاندې ګرځبندیز پای ته ورسېږي، خلکو ته حقونه ورکړل شي، ټول بندیان کشمیري مشران خوشي شي، '' او ده ته ( شاه محود قریشي ته) د کشمیریانو له مشرتابه سره د لیدو اجازه ورکړل شي، نو په داسې صورت کې خبرې کېدای شي.
ښاغلی قریشي وايي، پاکستان هېڅکله د جګړې پر اپشن غور نه دی کړی او نه یې کله د یرغل پالیسي لرله، بلکې په وینا یې د دوی لومریتوب سوله ده.
نوموړی زیاتوي، یو کال کېږي چې پاکستان کې نوی حکومت واک ته رسېدلی او له هغه راهیسې څو ځله هند ته د خبرو وړاندیز شوی دی، ځکه په وینا یې د اتومي وسلو لرونکي دوه ګاونډي هېوادونه نه شي کولای د جګړې خطر سره مخامخ شي:
''جګړې ته هېڅ ځای نه شته، ځکه جګړه به خلک برباد کړي، پر نړۍ به اغېز وکړي، ځکه نو جګړه ځای نه لري. ''
ښاغلي قریشی زیاتوي، البته که پر پاکستان جنګ وتپل شي، پاکستانی پوځ او پاکستانیان یې ځواب ویلو ته چمتو دي:
''د ۲۶ فبرورۍ د یرغل ځواب د فبرورۍ پر ۲۷ ورکړل شو، د هند دوې الوتکې وویشتل شوې او یو پیلوټ یې ونیول شو، تاسې ولیدل چې د غزنوي توغندي بریالۍ ازموینه وشوه، نو قوم چمتو دی. ''
له دې مخکې پرون جمعه اګست ۳۰ مه د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل، که هند د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمه کې 'څه ' وکړل، په وینا یې 'د لوټې ځواب به په ډبره ورکړل شي. '
ښاغلي خان په اسلام اباد کې د 'کشمیر ساعت ' په نامه مراسمو ته وینا کې وویل:
''زه غواړم نړیوالو ته ووایم چې هند او نریندرا مودي به د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې څه نا څه کوي او که داسې وشي، موږ به د لوټې ځواب په ډبره ورکړو. ''
له دې مخکې 'د اګست پر ۲۰ مه ' امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي و، د هند تر ولکې لاندې کشمیر پر روانو حالاتو یې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي او د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره خبرې کړي دي.
د دې خبرو په اړه ښاغلي ټرمپ پر ټويټرپاڼه کښلي و؛ له دوو ښو ملګرو سره يې خبرې وشوې:
''ما له خپلو دوو ښو ملګرو، د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي او د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر سوداګرۍ، ستراتيژیک همکارۍ او د دواړو هېوادونو لپاره تر ټولو مهم په کشمیر کې د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې وشوې".
د ښاغلي ټرمپ په خبره په یوه ستونزمن حالت کې يې ښې خبرې وشوې.
هلته په ډیلي کې د لومړي وزیر دفتر په دې اړه ویلي و، د لومړي وزیر له ولسمشر ټرمپ سره ټيليفوني خبرې شاوخوا ۳۱ دقیقې وې چې پر دوه اړخېزو اړیکو او د سیمې پر حالاتو يې خبرې کړي.
د هند د لومړي وزیر د دفتر په خبره لومړي وزیر مودي ښاغلي ټرمپ ته ویلي چې په سیمه کې د ځينو مشرانو له لوري د هند پرضد بیانونه د سولې لپاره ښه نه دي.
دغه بیان زیاتوي، لومړي وزیر ناریندرا مودي له ترهګرۍ او تشدد د پاک ماحول او له پولې هاغاړې د ترهګرو د پټن ځایونو پر ختمولو خبرې وکړې.
له هغه وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرشاه محمود قرېشي په خبره د دوشنبې په شپه په هغو خبرو کې لومړي وزیر عمران خان ښاغلي ټرمپ ته د هند د لومړي وزیر د هغه ګام په هکله وویل چې له امله يې د ده په خبره په سیمه کې حالات ترینګلي شوي او د ښاغلي مودي د پنځم اګست له یو اړخیزګام څخه په سیمه کې ثبات زیانمن شوی دی.
تر دې وړاندې د روانې میاشتې پر ۱۶مه نېټه د پاکستان لومړي وزیرعمران خان امریکايي ولسمشر ته زنګ وهلی و او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر روانو حالاتو يې خبرې کړې وې.
بل لور ته پرون د پاکستان پلازمېنه کې د کشمیر ساعت په نامه چې پاکستان حکومت له کشمیریانو سره د یوالي نوم ورکړی و، د ورځې پر ۱۲ بجو سایرن وغږول شو، ټول ترافیکي اشارې سرې شوې، چې ورسره ترافیکي نظام په ټپه ودرید او دولتي مامورین له خپلو دفترونو بهر ته ووتل.
نوی ډيلی پاکستان په سیمه کې وسلوالو ته په پنا ور کولو تورنوي، خو اسلام اباد - چې د کشمیر یو برخه یې کنټرول کې ده، دا تورونه ردوي.
کشمیر همالیايي سیمه ده، هند او پاکستان یې پر ملکیت دعوه لري، هر یوه د دې سیمې یو څه برخه کنټرولوي او هم یې د کشمیر پر سر دوه جنګونه کړي او یو ځل یې پر سر لږ لاس ګرېوان شوي دي.