د حماس او حزب الله پروړاندې د امریکا نوي مالي بندیزونه

امریکا

امریکا په لبنان کې د حزب الله او په فلسطین کې د حماس ډلو سره د اړیکو په تور پر یوه لبناني بانک او څلورو کسانو نوي مالي بندیزونه لګولي دي.

ددې هېواد د مالیې وزارت تېره ورځ (وږی ۸/اګسټ ۳۰) په یوه بیانیه کې د جمال ټرسټ په نوم بانک او ددې اړوند ټولو شرکتونو باندې له دې امله بندیزونه لګولي چې ګواکې حزب الله ډلې ته یې د مالي امکاناتو برابرولو کې مرسته کړې.

د امریکا د مالیې وزارت مرستیال وزیر سیګال منډلکر ویلي، یاد بانک د حزب الله د وژل شویو غړو کورنیو سره د مالي مرستو په رسولو کې برخه اخیستې.

د لبنان د بانکونو ټولنې د امریکا پر دې کار خواشیني څرګنده کړې.

شننونکي وايي، د جمال بانک بندیز په لبنان کې نورو بانکونو ته خبرداری دی چې حزب الله ته د خدمتونو برابرولو کې پام وکړي.

امریکا د لبنان حزب الله او ددې ډلې مشران له وړاندې د "ترهګرو سازمانونو" په لیست کې اچولي.

له دې سره هم مهاله د امریکا د مالیې وزارت د ایران سپاه له ډلې غزه کې حماس ته د پیسو لېږدولو په تور پر څلورو کسانو مالي بندیزونه لګولي دي.

حماس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د حماس ډلې سره د اړیکو په تور امریکا پر څلورو کسانو مالي بندیزونه لګولي

دغه کسان چې عزالدین قصام حماس ډلې ته د لسګونه میلیونه ډالرو په لېږدولو تورن دي، د عمان دولت په مرسته پرې امریکا مالي بندیزونه لګولي دي.

د مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دغه څلور کسان محمد سرور، کمال عبدالرحمن عارف، فواز محمود علي ناصر او محمد کمال دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم په یوې بلې اعلامیه کې د امریکا دا ګام په سیمه کې "د ایران د تاواني نفوذ سره مبارزه کې د امریکا د عزم" ښکارندوی بللی.