تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بنګله دېش: نکاح خط کې به نور د 'باکره' کلمه نه لیکل کېږي
د بنګله دېش د یوې عالي محکمې د امر له مخې په دې هېواد کې ښځې نور اړې نه دي چې د واده د ثبتولو فورمه کې د "باکرې" کلمه ولیکي. عالي محکمې امر کړی چې د "باکرې" کلمې پر ځای به اوس "مجرده" کلمه لیکل کېږي.
د واده ثبتولو په نکاح خط کې دوه نور غوراوي "کونډه" او "طلاقه شوې" پر ځای پاتې دي.
د بشري حقونو ډلو چې د "باکرې" کلمه یې یو ډول سپکاوی بللی و، د یکشنبې ورځې د دې پرېکړې هرکلی کړی دی. بل خوا محکمې ویلي، اوس زومان هم اړ دي چې خپل مدني حالت روښانه کړي.
په مسلمان مېشتي بنګله دېش کې د ښځو د حقونو ځینو اړوندو ډلو د واده پر قانون نیوکه کړې او دا یې یو ډول متعصبانه او له محدودیته ډک بللی دی.
په بنګله دېش کې ډېری نجونې په ډېر کم عمر کې واده کولو ته اړ ایستل کېږي.
محکمې څه حکم کړی؟
اوس محکمې ویلي چې د واده ثبتولو له فورمې نه باید نور د بنګالي ژبې "کوماري" کلمه وایستل شي. دا کلمه [کوماري] د مجردو ښځو حالت بیانوي، خو د "باکرې" معنا هم ورکولی شي.
هغو وکیلانو چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې دا قضیه محکمه کې راپورته کړه، ډېره مبارزه وکړه. دوی ټینګار کاوه چې په بنګله دېش کې د واده اوسنی دود سپکوونکی دی او د ښځو محرمیت ماتوي.
محکمې د یکشنبې په ورځ وویل، د بنګالي ژبې "اوبیداهیتا" کلمه له شک پرته د "نامېړوښې" ښځې معنا ورکوي، چې اوس باید د "کوماري" کلمې پرځای وکارول شي.
په یوه بل حکم کې محکمې له زوم هم غوښتي چې روښانه کړي چې ایا مجرد دی، طلاق شوی او که کونډ دی.
کله چې د محکمې حکمونه په رسمي توګه په یوه جریده کې چاپ شي، په قانون کې دا بدلونونه د څو میاشتو په اوږدو کې د اجرا وړ ګرځي.
په دې اړه غبرګونونه څه وو؟
د اینون نهار صدیقوا په نامه د یوې وکیلې له خولې - چې په دې قضیه کې ښکېله وه- دا خبره نقل شوې ده: "دا یوه تاریخي پرېکړه ده".
نوموړې وايي هیله لري چې دا حکم به په بنګله دېش کې د ښځو د حقونو خوندي کولو کې مرسته وکړي.
په ورته وخت کې، د واده ثبتوونکو ادارو یوه مسئول ویلي، دی او ملګري یې اوس د چارواکو له خوا په رسمي توګه د واده ثبتولو فورمه کې د بدلون اعلانولو ته په تمه دي.
واده ثبتوونکي محمد عي اکبر سرکر رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "ما په ډاکه کې ډېر ودونه ثبت کړي او ډېر کله له ما پوښتل شوي چې ولې سړي دا ازادي لري چې خپل مدني حالت په ډاګه نه کړي خو ښځې دا اجازه نه لري. تل مې ورته ویلي چې دا زما په لاس کې نه دي."
دی زیاتوي: "ګومان کوم تر دې وروسته به دا پوښتنه نه راپورته کېږي".