چیچنیا: د اروپا تر ټولو ستر جومات پرانیستل کېږي

چیچنیا کې د اروپا تر ټولو لوی جومات د جمعې پر ورځ پرانیستل کېږي.

دغه جومات د چیچنیا په سهالي ښار کې ودان شوی او ویل کېږي په یوه وخت ۲۰ زره کسان پکې لمونځ ادا کولای شي.

جومات ته د چیچنیا جمهوریت مشر رمضان کادوروف نوم ورکړل شوی دی.

ښاغلی کېدورو د خپل مرحوم پلار اخمت کادوروف د زوکړې ورځې په مناسبت د دغه جومات پرانیستنه کوي.

دغه جومات ته به 'د مسلمانانو ویاړ ' هم ویل کېږي.

د دغه ښایسته جومات په ودانیزو چارو کې له مرمرینو ډبرو کار اخیستل شوی دی.

د جومات ودانیزو چارو کې ښځو هم ونډه درلوده.

دغه تصویر هغه مهال اخیستل شوی، چې د جومات ودانیزې چارې روانې وې.

۔