کینیا کې لیلام، یوه الوتکه زر ډالره

الوتکه
د عکس تشریح، تر ټولو ارزانه الوتکه د زر ډالرو وه.

د کینیا د هوايي ډګر چارواکو هغه اووه الوتکې وپلورلې چې د ۱۲ الوتکو په منځ کې د دوی د مالکینو له خوا پرېښودل شوې وې.

دې چارواکو ویل چې دا الوتکې تر ډېره زړې وې او په هوايي ډګر کې یې د ځای د نیولو لګښت ډېر وو، نو ځکه پلورته وړاندې شوې.

تر ټولو ارزانه الوتکه د زر ډالرو وه په داسې حال کې چې تر ټولو د قیمتي الوتکې بیه یې څه باندې لس زره ډالره وه.

دې چارواکو ویل چې امکان نه لري کومه الوتکه به بیا الوتنې ته چمتو شي.

الوتکه
د عکس تشریح، یو تن پیرودونکي هم بي بي سي ته وویل چې د یوه الوتکې پیرلو لپاره ځکه راغلی څو پکې زده کوونکي وروزي.

په کینیا کې د بي بي سي خبریال له یوه پیرودونکي سره غږېدلی او نوموړي د ډي اېچ اوو په نوم تر ټولو ستره الوتکه پیرلې او غواړي ورڅخه د استوګنې کور جوړ کړي.

جوسېپ اوکامو د کینیا د سیمه ییزهوايي ډګر مدیر بي بي سي ته وویل د هوايي ډګر دا زړې الوتکې لیلاموي چې ځای یې هم نیولی او پر مالکینو یې لګښت هم راځي.

یو تن پیرودونکي هم بي بي سي ته وویل چې د یوه الوتکې پیرلو لپاره ځکه راغلی څو پکې زده کوونکي وروزي. دوی وايي دا الوتکې ورته د ایروکوم کمپنې د ماډل له پلوه دوی ته په زړه پورې دي.