د انسان بدبوی د پارلمان ناسته وځنډوله

د عکس سرچینه، SHUTTERSTOCK
د کینیا سیمه ییز پارلمان کې د بازار په تړاو تاوده بحثونه وروسته تر هغه وځنډول شول، چې د پارلمان یوه غړي وویل، د یوه غړي باد مات شوی او زه پوهېږم چې دا څوک دی. همدا وو چې د پارلمان مشر غونډه وځنډوله.
سیمه ییزې رسنۍ وايي، د هوما بې کاونټي سیمې پارلماني غړي جولیوس ګایا وویل: "د پارلمان محترم رییس صاحب، له موږ څخه یوه تن بدبوی وکړ او زه پوهېږم چې دا څوک دی".
خو په بد بوی تورن شوي غړي ځواب ورکړ چې: "زه د بد بوی مسؤول نه یم او امکان نه لري چې د خپلو ملګرو په مخ کې دا کار وکړم."
د پارلمان مشر اډوین کاکاش وکیلانو ته د پارلمان له انګړه د وتلو لارښوونه وکړه چې د دمې کولو پرمهال پارلمان کې بد بوی ورک شي.
سیمه ییزو رسنیو دا هم ویلي چې کاکاش له چارواکو وغوښتل چې پارلمان ته د هوا خوشبویي راوړي: "ددغه بوی د ورکولو لپاره له کوم یوه دفتره د هوا خوشبويي راوړئ. هغه که وانیلا وي یا د ګیلاسو خوشبويي."
نوموړي دا هم وویل چې: "په دا ډول بد بویي کې ناسته نه شو کولی."
څو ورځې وړاندې د کینیا د پارلمان مشر یوې ښځینه وکیلې ته له دې کبله له تالاره د وتلو امر وکړ چې هغې خپل د پنځو میاشتو ماشوم عمومي جلسې ته راوستی و.

د رئیس دې امر نورې ښځینه وکیلانې په قهر کړې او ګڼ شمېر یې د احتجاج په توګه له تالاره ووتلې.
ښځینه وکیلې زلیخا حسن غونډې ته وویل، له مجبوریته یې خپل د پنځو میاشتو ماشوم عمومي جلسې ته راوستی و، او زیاته یې کړه چې په پارلمان کې وکیلانو د اولادونو لپاره وړکتون هم نه شته.
د کینیا رسنیو ویلي، د هوا د خوشبویۍ موندلو یوڅه وخت ونیو او بدبويي خپره شوې وه.








