تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شمالي کوریا سایبري بریدونو کې 'دوه میلیارده ډالر غلا کړي'
د ملګرو ملتونو یوه افشا شوي رپوټ کې راغلي، چې شمالي کوریا د سایبري بریدونو له لارې دوه میلیارده ډالر غلا کړي او د خپلو وسلو د پروګرام مالي خوندیتوب کې یې لګولي دي.
د ملګرو ملتونو په دې محرمانه رپوټکې راغلي پیونګ یانګ د ونډو بازارونو پر اړوندو بانکونو بریدونه کړي دي.
باخبره سرچینو بي بي سي ته ویلي، ملګري ملتونه د ۳۵ سایبري بریدونو څېړنه کوي.
شمالي کوریا د تېرې سې شنبې په ورځ دون توغندي وتوغول چې دا په څه کمو دوو اونیو کې ددغه هېواد له لوري څلورم توغول شوی توغندی دی.
په امنیت شورا کې د شمالي کوریا د بندیزونو په اړه کارپوهانو په خپله څېړنه کې ویلي، دغه هېواد د 'مجازي کیندنې' په درشل کې د بهرنیو اسعارو ترلاسه کولو په هڅه کې دی.
په رپوټ کې راغلي، شمالي کوریا د ملګرو ملتونو بندیزونه هم مات کړي او په بېړیو کې یې د ډله ییزې وژنې اړوندو وسلو توکي لېږدولي دي.
ملګرو ملتون له ۲۰۰۶ کال راهیسې پر شمالي کوریا بندیزونه لګولي چې د ډبرو سکاره، اوسپنه، سرپ او سمندري خاوړه یې ممنوع ګرځولي.
ددغه هېواد له خوا د خامو تېلو پر وارداتو هم محدودیت لګول شوی دی.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون یو کال وړاندې سنګاپور کې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره خبرو کې هوکړه وکړه چې اتومي ازموینې به دروي.
په روان ۲۰۱۹ کال کې د دواړو مشرانو ترمنځ یوه بله ناسته هم وشوه چې بې پایلې وه.
له هغه وروسته تر اوسه د اتومي وسلو د نه لرلو په تړاو خبرې درول شوې، خو دواړو غاړو ویلي، لاهم ددې مسلې په اړه له دیپلوماتیکو لارو د حل لارې لټول غواړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د ملګرو ملتونو دغه رپوټ ته په غبرګون کې رویټرز ته ویلي: "موږ له ټولو مسؤولو هېوادونو غواړو چې د شمالي کوریا د زیانمنو سایبري بریدونو د درولو پروړاندې مبارزه وکړي؛ ځکه چې دا فعالیتونه یې د ډله ییزې وژنې د وسلو او بالیستیک توغندیو د پروګرامو د ملاتړ برخه کې د لا نور عاید ترلاسه کولو لامل ګرځي".