بریتانیا د فارس خلیج امنیت کې د امریکا له پوځي ټلوالې سره یوځای کېږي

بریتانیا په رسمي ډول اعلان وکړ چې د فارس خلیج د سمندري امنیت لپاره د امریکا له پوځي ائتلاف سره یوځای شي، دا اعلان د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک روب له خوا وشو.

بریتانیا وايي د فارس په خلیج کې دا پوځي ائتلاف د سوداګریزو بېړیو د امنیت د خونديتابه لپاره رامنځته شوی څو د امریکا د متحده ایالاتو سره همکاري وشي.

بریتانیا ویلي چې خپل نور متحدین به هم وهڅوي څو له دې ائتلاف سره یوځای شي.

خو داسې نښې نه ښکاري چې ګنې نور اروپايي هېوادونه دې د دې ائتلاف سره ګډ شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس بیا پرون د دوشنبې په ورځ ''۵ د اګسټ'' ټینګار وکړ چې هېواد یې دا قصد نه لري څو د امریکا د قوماندې لاندې د نړیوالو سمندري ځواکونو سره یوځای شي، خو نوموړي وویل چې جرمني غواړي په خلیج کې د سمندري کښتیو د امنیت لپاره یو اروپايي ائتلاف رامنځته شي.

په هغه وخت کې پرته له ځنډه څو اروپايي هېوادونو د بریتانیا ددې پریکړې ملاتړ وکړ خو ایران بیا د داسې ائتلاف جوړېدل وغندل.

تېره اوونۍ"۳۱ جولای" بریتانیا د بحرین په یوه نړیوال کنفرانس کې هوکړه وکړه چې له یوه نړیوال ماموریت سره ځای شي څو د سیمه ییزو هېوادونو سمندري همکاري لا زیاته شي. برتانیا هم وړاندیز وکړ چې د سمندري ځواکونو یوه برخه رهبري کړي.

د سمندري ځواکونو ماموریت د بېلابېلو هېوادونو د پوځي او سوداګریز لېږد رالېږد ترمنځ همغږي زیاتوي.

بریتانیا ویلي هڅه کېږي د سیمې په دې ماموریت کې له موجوده کښتیو ګټه واخیستل شي.

خو تر اوسه بریتانیا "په خلیج کې د کښتیو د امنیت لپاره د امریکا پوځي ائتلاف" سره یوځای کېدل معلوم نه دي چې ایا اروپايي ائتلاف به جلا جوړ شي او که نه؟

یوه میاشت مخکې امریکا اعلان وکړ چې د داسې ائتلاف د جوړېدو په هڅه کې ده څو په هرمز تنګي او باب المندب تنګي کې د کښتیو امنیت تضمین وکړي چې یو د ایران په خوا کې وي او بل یمن سره نږدې وي.

لکه څنګه چې بریتانیا وايي، سمندري ماموریت د بېلابېلو هېوادونو د پوځ او سوداګریز لېږد رالېږد ترمنځ همغږي ډېروي.

د بریتانیا پریکړه د سویلي ایران اوبو کې د سمندري امنیت لپاره د متحده ایالاتو په نظامي اتحاد کې د شاملېدو پریکړه وروسته له هغې اعلان شوه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي و:"امریکا په هغو حوزو کې لکه د نظامي حوزو په څېر ایتلاف نه شي جوړولی. نور هېوادونه د متحده ایالاتو په لېست کې د دوی د نوم په درلودو شرمېدلي دي."

ښاغلي ظریف په خپله وروستۍ خبري غونډه کې ایران د هرمز تنګي د امنیت ساتلو مسؤول وباله.

تېرو ورځو کې ایران او بریتانیا خپلو کې یو بل په "سمندري غلا" تورن کړل او د نیول شوې بېړۍ د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله.

ایران وايي د بریتانیا ټانکر "سټینا امپیرو" چې د ایران انقلابي ګارد په توقیف کې دی، سمندري مقررات یې نقض کړي دي.

د هرمز تنګی د نړۍ ترټولو بوخته سوداګریزه لاره ده. د نړۍ شاوخوا دوه سلنه تیل په کال کې له دې حیاتي تنګي څخه تیریږي.