د کانګرس پرېکړې خلاف ټرمپ په سعودي او اماراتو وسله پلوري

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ددې هېواد کانګریس پرېکړې خلاف خپله ویټو رایه کارولې او پر سعودي او متحده عربي اماراتو د اته میلیاردو ډالرو په ارزښت وسله پلوري.
د امریکا سنا او ولسي جرګې دواړو پر سعودي او اماراتو د وسلې خرڅولو د مخالفت لپاره درې وارې رد پرېکړه کړې وه.
د کانګرس ځینو غړو ویلي و دوی وېره لري چې دغه وسلې کېدای شي په یمن کې د ملکي وګړو پر وړاندې وکارول شي.
دوی یمن کې د سعودي رول او د سعودي خبریال جمال خاشقجي وژنه غندلې وه.
خو ډونلډ ټرمپ ویلي، د کانګرس پرېکړې 'په نړۍ کې د امریکا سیالي کمزورې کوي او ددې هېواد او متحدینو ترمنځ اړیکې زیانمنوي.'
د جمهوريپالو د اکثریت مشر مېچ ماکونیل ویلي، ټاکل شوې ددې هېواد سنا په دې اړه رایه اچونه وکړي چې ایا د ټرمپ ویټو سره موافقه وکړي او که مخالفت.
د ټرمپ د ویټو پرېکړې خنثی کولو او د کانګرس د مصوبې تنفیذېدو لپاره د ولسمشر له امضا پرته د سنا او ولسي جرګې په دوه کې د درې برخې غړو رایې ته اړتیا ده.
خو شنوکي وايي، دا یقیني ده چې سنا به ونه کوای شي د دې پرېکړې پر وړاندې اکثریت یا دوه په درې برخه مخالف رایه ټوله کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ویلي، په اوسنیو شرایطو کې پر سعودي او اماراتو د وسلې پلور مخنیوی به دا وښايي چې دې هېواد هغه مهال خپل متحدین یوازې پرېښودل چې دوی ته ډېر ګواښونه متوجه دي.
تېره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اعلان وکړ چې امریکا له سعودي، اماراتو او اردن سره د اته میلیاده ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک کړې. هغه د ایران د چارواکو موقف او څرګندونې په سیمه کې د 'بېړني حالت' ته ورته وبللې او زیاته یې کړه چې ددې وسلو پلور د کانګرس د مصوبې ته اړتیا نه لري.
د کانګرس استازو د بهرنیو چارو وزارت دا استدلال رد کړی و او یوازې د کانګرس د پرېکړې نه د ځان تېرونې یوه پلمه یې بللې وه.








