امریکا کې پر انسانانو د مرغانو بریدونه ولې ډېر شوي؟

کارپوهان خبرداری ورکوي، د مرغانو د اوسېدو او د ځالو د جوړېدو د ځایونو نشتوالی به د دې لامل شي چې د مرغانو لخوا په انسانانو بریدونه ډېر شي.

د تېر جون میاشتې پای کې مري هایمن ډ نور کلرادو د سیند په غاړه له خپل سپي سره روانه وه چې مرغان په ناڅاپي ډول د هغې پر سر تېر شول.

هغې "دنور پسټ" ته وویل مخکې له دې چې و پوهېږې څه کيسه ده" مرغه د هغې په ملا باندې په لیونتوب سره ولګېده او څو ځله یې پر سر ورته دورې ووهلې او له هغې وروسته د ونو پر لور لاړ.

هغه وایي." خندونکې ده خو بې له ځنډه یوه یوه پېښه وه"

په کلیفورنیا کې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د ادوبان د مرغانو نه د ساتلو د برخې مدیره اندریا جونز وايي دا ډول حملې به بې له کومه ځنډه زیاتې شي.

هغه وايي:" زموږ له نظره دغه زیاتېدل د مرغانو د اوسېدلو د ځای نشتوالی دی، نو له دې امله انسان او مرغان له یو بل سره زیاتې اړېکې پیدا کوي.

تر ډېره دغه ډول پیښې هغه مهال رامنځ ته کېږي چې مرغان بچې کوي. ځاله جوړوونکي مرغان د خپلو بچیانو په ساتنه کې ډېر حساس وی. هغه وايي:"سمه لکه د خرس مور" کېدای شي له ډېرو غټو حیواناتو سره هم د خپلو بچیانو د ساتلو په موخه حمله وکړي."

کله چې مېرمن جونز د ماساچوست د ساحل په جزیره کې د توتکۍ په اړه کتنه او څېړنه کوله، په کراتو کراتو دغه مرغیو په هغې چیغې وهلې او له پر سر به یې نژدې ورته الوته تر څو هغه وايي دې ته اړ شوه چې په سیمه کې له شته بوټو ځان ته د ګلانو مصنوعي خولۍ جوړه کړي ځکه چې هغوی تل د انسان د بدن په لوړه برخه حمله کوي.

د ښکارې مرغانو د برخې څیړنېز کارپوهان وايي کله چې د ښکاري مرغانو له بچیانو او د هغوی له ځالو لېدنه کوي نو د سر د خوندي ساتلو خولۍ پر سر کوي.

د کلورادو په دنور کې هغه کسان چې د منډې په حال کې و پر سر یې لاسونه ښورول تر څو د هغه تورو مرغانو چې د وزرونو په منځ کې سور خال لري ځان وژغوري.

دغه ستونزوه له متحده ایالاتو ور اخوا په نورو ځایونو کې هم شته.د ښار شورا هغه کس ته چې د ولز د پریستاتین اوسېدونکی و هغه مهال یې له خلکو د مرستې غوښتنه وکړه چې مرغانو یې پر کور حمله او پر کور یې ورته چتر جوړ کړای و.

د کلمبیا د بریتیش په ونکوور کې هم د کارغانو حملې زیاتې شوي دي،په دغه سیمه کې خلک په کراتو له ورته حملو سره مخ شوی "کراو ترکس" په نوم یو انټرنیټي سایټ جوړ شوی چې خلک په اسانه ډول وکولې شي پر دوی د مرغانو له لوري شوې حملې پکې ثبت کړي.

د دې سایټ یو تن مسول جیم اولیرلي وال سټریټ ژورنال ته ویلي، نږدې زیاتو کسانو د کارغانو له خوا پر دوي حملې ثبت کړي دي.

دې وايي تر دې دمه ۵۰۰۰ حملې په دې سایټ کې راپور شوي او دا د تېر کال په پرتله زیاتوالې ښیې.

کارپوهان وايي ددې لپاره چې د مرغانو له حملو نه په امان اوسو باید هغه سیمې چې مرغان پکې ژوند کوي او بچیان کوي ترې ځانونه لیرې او له هغې ساتنه وکړو نو په دې صورت کې به بیا هغوې زمونږ سره کار ونه لري.