ټرمپ: له امریکا پرته به افغانستان د "ترهګرو پر هارورډ" بدل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو هوډ لري، خو اندېښنه یې دا ده چې دا هېواد به یوځل بیا د "ترهګرو پر ځاله" بدل شي.

ترمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ له "فاکس" خبري اژانس سره کړې چې وايي اندېښمن دی که له افغانستانه ۹۰۰۰ امریکايي پوځيان ووځي، دا هېواد به د ترهګرو پر یوه ازمېښتځي بدل شي.

نوموړی وايي: "زه دا د ترهګرو هارورډ (پوهنتون) نوموم".

د ښاغلي ټرمپ په خبره، "پوځي قومندانان هغه ته ویلي چې د افغانستان په خاوره کې له ترهګرو سره مبارزه د امریکا په خاوره کې له هغوی سره تر جنګېدو غوره ده".

د امریکا ولسمشر وايي، ان له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځيانو د وتلو په صورت کې به امریکا په دغه هېواد کې خپل څارګر حضور پیاوړی کړي.

له ټرمپ سره فاکس شبکې په داسې ورځ مرکه کړې، چې کابل کې د وسله والو طالبانو موټربم چاودنې او بیا ډله ییز برید لږترلږه شپږ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

تر ډېره په دې برید کې د ښوونځي زدکوونکي ډېر زیانمن شوي وو.

طالبانو د برید مسؤولیت ومانه چې په وینا یې د برید هدف یې د افغانستان د دفاع وزارت تدارکاتي برخه وه.

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د کابل دا برید غندلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، "د طالبانو بې ادبانه برید د خپلو افغان هېوادوالو پر وړاندې د دغې ډلې د بې رحمانه بې پامۍ ښکارندويي کوي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر دغه برید د اندېښنې ښودلو سربېره له طالبانو غوښتي چې د لسي خلکو پروړاندې له بریدونو ډډه وکړي.

دا برید پر داسې ورځ شوی، چې د قطر دوحه کې امریکايي او طالب استاي د سولې او د افغان لانجې د ختمولو پر سر د اووم پړاو پر خبرو بوخت دي.

د خبرو د تېر یوه پړاو پرمهال هم کابل کې پر یوې امریکايي مؤسسې طالبانو خونړی برید وکړ.