تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورځپاڼې: د افغان سولې خبرې پاکستان لپاره هم یو چانس دی
فايننشل ټايمز ورځپاڼې افغانستان ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ناببره سفر په تړاو مطلب خپور کړى او د ښاغلي پمپيو دا خبره يې مهمه بللې چې وايي له طالبانو سره په خبرو کې رښتونى پرمختگ شوى.
ورځپاڼې د نوموړي دا وينا راخيستې چې وايي امريکا فشار راولي د افغانانو ترمنځ خپلمنځۍ خبرې څومره ژر چې شونې وي، پيل شي او دوى په دې کار کوي چې افغانان د خبرو اترو ميز ته کينوي. ورځپاڼې د سولې په خبرو کې مرسته پاکستان لپاره هم يو چانس بللى چې کولاى شي سولې بهير کې له همکارۍ سره پاکستاني چارواکي کولاى شي له امريکا سره خپلې ماتې اړيکې بيا ورغوي.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې دغه هېواد کې ښځو د وضعيت په تړاو يو څېړنيز رپوټ خپور کړى او وايي ٢٠١٧ او ٢٠١٨ کلونو کې د پاکستان ډيموگرافيک يو د نفوس د جوړښت او روغتيا څېړنې ښوولې چې په پاکستان کې ښځې کمې زده کړې لري، په فزيکي او ذهني ډول ځورول کېږي او مالوماتو او مالي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.
ورځپاڼه وايي د دغې سروې يا څېړنې پر بنسټ نژدې ٥٠ سلنه هغه ښځې چې واده شوې هېڅ زدکړې يې نه دي کړي او په کليوالو سيمو کې بيا دا شمېره نژدې ٦١ سلنې ته پورته کېږي.
ورځپاڼه وايي يوازې څه د پاسه ١٣ سلنه پاکستانۍ ښځې تر يوولسم ټولگي او يا له هغه لوړې زده کړې کړي دي.
برتانوۍ گارډين ورځپاڼه وايي څېړنو ښوولې چې د هوا ککړتيا ښايي د ښځو تخمدان او يا زيلانځ کې د توليدېدونکو هگيو پر شمېر اغېز وکړي. ورځپاڼه وايي که څه هم دغه څېړنه د ښځو پر ښېرازۍ يا په بله وينا د مېندواره کېدا پر وړتيا د هوا د ککړتيا اغېز ته کتنه نه کوي خو داسې وړانديز کوي چې گواکې چاپېريالي عناصر د ښځو د ميندوارۍ پر سيستم اغېز کوي.
ورځپاڼه وايي که دغه اغېز دايمې وي نو دا په دې مانا ده چې ښځو لپاره به د مېندوارۍ لپاره وخت کم او ژر به له مېندواره کېدو پاتېږي.
ورځپاڼه وايي خو دغې څېړنې محدوديتونه هم لرل. په څېړنه کې د بې وزلۍ او د روغتيايي خدمتونو د نه شتون اغېز نه دي ارزول شوي چې د غه راز سيمو کې چې هوايي ککړه وي تر يوه بريده يې کچه لوړه وي.
گلف نيوز ورځپاڼې د پاکستان د کرېکټ لوبډلې له روزونکي مېکي آرتر هغه وينا مهمه بللې چې وايي د هند پر وړاندې د پاکستان د ټيم له ماتې وروسته دومره ناهيلى او زړه تنگى شوى و چې غوښتل يې ځان ووژني.
آرتر يوې خبرې ناستې ته يې ويلي چې غوښتل يې تېره يکشنبه ځان ووژني. ده ويلي تاسو چې کله يوه لوبه بايلئ بيا بله نو د رسنيو څار او د خلکو تمې دغه راز يو حالت ته مو بيايي.
د هند پر وړاندې ماتې له امله د پاکستان کرېکټ لوبډله له سختو نيوکو سره مخ شوه.