تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مراسمو پر مهال له رېږدېدو وروسته اینګلا مېرکل وايي 'ښه یم'
د برلین یوې خورا تودې ورځې اوږدو کې د اوکرایني ولسمشر هرکلي پر مهال جرمن لومړۍ وزیره اینګلا میرکل داسې حال کې ولیدل شوه، چې سخته رېږدېده، خو نوموړې وايي، روغتیا یې ښه ده.
۶۴ کلنه اینګلا میرکل د ولاودیمر زیلینسکي تر څنګ د دواړو هېوادونو ملي سرودونو اوریدو ته ولاړه وه او له ورایه ښکاریده چې سخته رېږدي.
دا مراسم په ټکنده غرمه کې تر سره کېدل او د جرمني پلازمېنه کې هغه مهال د تودوخې درجه د ساتني ګراد په حساب له ۳۰ هم پورته وه.
اغلې مېرکل وايي، بدن کې یې اوبه کمې شوې وې:
''لږ تر لږه درې ګلاسه اوبه مې وڅښلې او اوس ښه یم. ''
اغلې مېرکل له ښاغلي زیلینسکي سره یوې ګډې خبرې غونډې ته وینا کې دغه څرګندونې وکړې. اوکرایني ولسمشر چې دې دنده ته له ټاکل کېدو مخکې یو ټوکي و، وویل که اړتیا پېښه شوې وای، مرستې ته چمتو و:
''مېرمن میرکل مې څنګ ته ولاړه وه او په بشپړه توګه خوندي وه. ''
اغلې مېرکل نه یوازې د اروپايي ټولنې ډېره اغېز لرونکې سیاستواله بلل کېږي، بلکې ان د جرمني ملکې او اروپا د امپراتورې په سترګه ورته کتل کېږي.
نوموړې وايي، ۲۰۲۱ کال کې به د څلورم پړاو واکمني له پای ته رسېدو وروسته دنده پرېږدي.