تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کېناستو پرمهال د الوتکې د مخې ټایرونو کار پرېښود
د میانمار یوه پیلوټ په مهارت سره وروسته تر هغه الوتکه کابو کړای شوه، چې د مخې ټایرونو یې کار پرېښود. د میانمار هوايي چلند ملي شرکت ویلي الوتکه پر ځغاستلیکه له سمې درېدو مخکې بې توله شوه.
چارواکو د پیلوټ دا کار ستایلی دی. الوتکه امپرایر ۱۹۰ ډوله وه، چې پېښه کې له ۸۹ مسافرو هېڅ یوه ته هم زیان نه دی اوښتی.
یاد شرکت وايي، پیلوټ میات مو اونګ وکړای شو چې دوه ځلې په خرابو ټایرونو په هوايي ډګر کې راوګرځي.
الوتکه له یانګون ښاره الوتلې وه او مانډالای هوايي ډګر ته نژدې وه چې پیلوټ د کېناستو لپاره د مخې ټایرونو رایستلو هوډ وکړ، خو ټایرونو کار نه کاوه.
وايي پیلوټ د الوتکې د وزن کمولو پخاطر تېل پسې ورتېز کړل.
په یوه وېډیو کې ښکاري چې الوتکه په شاتنیو ټایرونو روانه ده او د مخې برخه یې ناسته ښکاري چې تر ۲۵ ثانیو همداسې حالت کې وه.
د میانمار د ترانسپورت وزیر وین کانټ رویټرز ته ویلي "پیلوټ ډېر عالي کار وکړ."
دا په یوه اونۍ کې میانمار کې دویمه پېښه ده، مخکې د بنګله دېش د هوايي چلند یوه الوتکه هم د خرابې هوا له کبله پر یانګون نړیوال هوايي ډګر د کېناستو پرمهال له ځغاستلیکې کږه شوې وه چې ۱۷ مسافر پکې خوږ شوي وو.