تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایوريسټ: د نړۍ تر ټولو جګ غره کې د خېمو ښار
دا مهال د نړۍ تر ټولو لوړ یا جګ (اېورسېټ) کې د شلو کمپونو د خېمو یو ښار جوړ شوی دی.
د پسرلي دې موسم کې ۳۷۵ غرختونکي او د هغوی لارښودو سره دوه زره کسان د اېورېسټ غره شلو کمپونو کې غونډ شوي دي.
ایورېسټ د نړۍ تر ټولو جګ غر دی چې د سمندر له سطحې اته زره اته سوه پنځوس متره لوړ دی.
څوکې ته تر ختو مخکې غر ختونکي دې شلو کمپونو کې لر او بر ځي، چې دومره لوړ ځای کې د اکېسجن کمي سره ځان عادت کړي.
سږ کال د نېپال حکومت د سروې څانګې یوه ډله هم له دې شلو کمپونو سره تللې چې د ایورېسټ غره تازه لوړوالی مالوم کړي.
سږني پسرلي کې نږدې ۸۰۰ غر ختونکو نېپال کې د همالیه غر د ۳۰ مختلفو څوکو د کچ کولو اجازه ترلاسه کړې ده.
چارواکي وایي، هر کال د هغو کسان شمېر زیاتېږي چې د اېورېسټ څوکې د کچ کولو هیله لري.
تېره اونۍ چې بنګال خلیج ته د سمندري توپان اوبه ننوتې ور سره د دغه هېواد غرونو کې ډېره واوره وشوه.
د ایورېسټ غره د شلو کمپونو بره خوا کې د تېز باد له امله خېمې هم وغورځېدې.
غر ختونکو ته ویل شوي و چې د سمندري توپان له اغېز د بچېدو لپاره خوندي ځایونو ته لاړ شي، خو وروسته ژر اسمان روڼ شو او غر ختونکي خپلې هیلې ته د رسېدو لپاره په تیاري بوخت شول
د انځورونو ټول حقونه خوندي دي۔