برونای د همجنس خوښو د مرګ سزا وځنډوله

د عکس سرچینه، Science Photo Library
برونای د همجنس خوښو د رجم او د نا مشروع جنسي اړیکو ترسره کوونکو د مرګ سزا د نړیوالو فشارونو له کبله ځنډولې ده.
دا پرېکړه وروسته تر هغې وشوه چې ځینو نړیوالو شرکتونو په برونای کې د واکمنې کورنۍ له اړوندو شرکتونو سره د نه راکړې ورکړې اعلان وکړ.
د برونای پاچا حسن بلقیه په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل، د نوي قانون په اړه "ډېرې غلطې پوښتنې" لاهم شته، "موږ په دې حقیقت پوهېږو چې ناسم مفاهیم د وېرې لامل ګرځي".
تېره میاشت ښاغلي بلقیه وویل، همجنس خوښو او زنا کوونکو ته به تر ټولو سخته سزا ورکړي.
برونای سلطنت چې په سوېل ختیځه اسیا کې موقعیت لري، د تېرې اپرېل میاشتې پر ۳مه د همجنس خوښو لپاره د مرګ او رجم سزا او د غلا لپاره د لاسونو غوڅولو د قانون اعلان وکړ.
په برونای کې د همجنس خوښو پر جنسي اړیکو بندیز دی او که څوک دا کار وکړي تر ۱۰ کالو بندي کېدای شي.
د برونای له ټول ټال ۴۲۰ زره وګړو شاوخوا درېیمه برخه یې مسلمانان دي.
قانون څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
برونای په لومړی ځل په ۲۰۱۴ کال د "اسلامي شریعت" د قوانینو تطبیقول پیل کړل چې په نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شو.
دغه هېواد اسلامي شریعت او مدني قانون سره یوځای کړ.
هغه مهال واکمن ویلي وو، د سزا نوی قانون به په څو کلونو کې بشپړ تطبیق کړي.
د نوي قانون له مخې، تښتوونکو، زنا کوونکو او جنسي اړیکو، غلو او د اسلام پیغمبر ته سپکاوی کوونکو ته د اعدام سزا ټاکل شوې ده.
د همجنس خوښو جنسي اړیکو نیوونکو په درو وهلو سزا به په علني توګه ترسره کېږي یا به لس کاله بندي کېږي.
د غلو لاسونه به غوڅېږي.
غبرګونونه
په پیل کې دا نوی قانون له نړیوالو غبرګونونو او غندنو سره مخامخ شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتونو ویلي، په دې نوي قانون سره د بشري حقونو د ۱۹۴۸ کال هغه نړیوال قانون مات شوی، چې برونای په ۲۰۰۶ کال لاسلیک کړی دی.
امریکایي ممثل جورج کلوني او برتانوي سندرغاړي التتون جان د دغه قانون له کبله په برونای کې له یوه لوکس هوټل سره پرېکون اعلان کړی.
کلوني وايي نوی قانون "د بشر له حقونو سرغړونه" ده.









