تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بنګله دېش: که داعشۍ ناوې دلته راغله، اعدام به شي
د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزیر وايي، برتانوۍ توکمه شمیمه بېګم چې د داعش په ناوې مشهوره ده، بنګله دېش ته لېږلو سره به د اعدام حکم ته منتظره وي.
د نوموړي په خبره، دا ښځه به خپل اصلي ټاټوبي ته رسېدو سره د ترهګرۍ په جرم محاکمه شي.
شمیمه بېګم د سوریې شمال کې تر نیول کېدو راهیسې بندۍ ده. نوزېږی یې هم څه مهال مخکې په بند کې مړ شو.
د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزیر عبدل مومن له بي بي سي سره خبرو کې وايي، د مېرمن بېګم پېښه له بنګله دېش سره هیڅ تړاو نه لري.
شمیمه بېګم او د لېسې دوه نورې نجونې پر ۲۰۱۵ کال له لندن ترکیې او بیا سوریې ته لاړې چې دغه هېواد کې د اسلامي دولت په نوم ډلې له خلافت سره یو ځای شي.
خو کله چې داعش سوریه او عراق کې له ولکه شویو سیمو په شا کړل شو، مېرمن بېګم د سوریې شمال کې د کورد ځواکونو کنټرول لاندې سیمو کې یوه بند ته ولېږدول شوه.
دې بند کې د مېرمن بېګم پېژندل کېدو سره خپل ټاټوبي برتانیا ته د هغې د ستنېدو په هکله بحث زیات شو او ور پسې د برتانیا د کورنیو چارو وزارت فرورۍ کې وویل، چې د نوموړې د وګړتوب حق یې له منځه وړی او بیا برتانیا ته تللی نه شي.
دا پرېکړه په داسې مهال ده چې نړیوال قوانین وايي، که د وګړتوب له منځه وړلو له امله یو څوک بې هېواده شي، نو حکومتونه له هغې د وګړتوب د سلبولو حق نه لري.
دا هرڅه په داسې مهال دي چې شمیمه بېګم له داعشي خاوند یو زوی درلود او د هغه د برتانویتوب په هکله بحث هم دا شرایط سخت کړي و، خو څه مهال مخکې د مېرمن بېګم زوی د زوکام او سینه بغل له امله مړ شو.
په ورته مهال د شمیمه بېګم وکیل تسنیم اکونجي له بي بي سي سره خبرو کې وايي، چې د نوموړې ستونزه له بنګله دېش سره کوم تړاو نه لري.
شمیمه بېګم هم د خپل وکیل له لارې د برتانیا بهرنیو چارو وزارت باندې نیوکه کړې او په دې تړاو یې محکمې ته شکایت هم کړی دی.
له بلې خوا د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزیر هم وايي، داسې کوم امکان نشته چې هېواد یې مېرمن بېګم ته د وګړتوب او یا دغه هېواد ته د تلو حق ور کړي.
"شمیمه بېګم هیڅکله هم د بنګله دېش د وګړتوب غوښتنه نه ده کړې او مور او پلار یې هم د برتانیا وګړي دي".
د نوموړي په خبره، د برتانیا حکومت د هغې مسوولیت لري او باید په دې تړاو پرېکړه وکړي.
په ورته مهال زیاتوي که شمیمه بېګم بنګله دېش ته ور شي د ترهګرو سره د صفر زغم چلن سره به مخ شي:
"په دې برخه کې د بنګله دېش قانون پوره څرګند دی، ترهګر باید اعدام شي".
که څه هم شمیمه بېګم له داعش سره د یو ځایېدو لپاره سوریې ته تللې، خو د بریدونو یا ترهګریزو هڅو اړوند کوم تور یې نه دی منلی.
د شمیمه بېګم وکیل تسنیم اکونجي هم وايي، چې د برتانیا حکومت هم له خپلې پرېکړې اوښتلی او شمیمه بېګم ته وګړتوب بیا ور کولی شي:
"او دې سره د محکمې چارو کې د برتانیا د خلکو د مالیې له لارې ترلاسه شوو میلیونونو ډالرو د مصرف مخه نیولی شي".
د هغه په خبره، د برتانیا له خوا د شمیمه بېګم د وګړتوب حق اخیستل په حقیقت کې د خپلو ستونزو له مسوولیت لاس په سر کېدل او خپلې خځلې د بل هېواد ځمکې ته د اچولو په مانا دي.
پهدا مهال د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي، د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته کوم غبرګون نه لري او په دې تړاو به کومه نوې بیانیه خپره نه کړي.