تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له مودي د اکشي کمار جالبې پوښتنې
فلمي لوبغاړي اکشي کمار د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره یوه غیر سیاسي مرکه کړې او د هغه شخصي ژوند په اړه یې ځینې داسې پوښتنې کړې چې ښايي وړاندې نه وې مطرح شوې.
اکشي کمار مرکه په په دې پوښتنه پیلوي چې ایا ام خورې او څه ډول یې خورې.
په ځواب کې مودي ورته وايي چې ام یې د خوښې مېوه ده او د هېواد بزګران یې د لوی زړه خاوندان دي او د خپلو باغونو مېوه وړیا ور کوي.
په دې ځواب کې ښکاره نه ده چې ولې مودي د بزګرانو خبرې ته اشاره کړې، ځکه په تېرو پنځو کلونو کې د مالي ستونزو له امله یو شمېر بزګران 'ځان وژنې' ته اړ شوي وو او د کوچنیو غوښتنو لپاره یې د ډیلي په جنتر منتر سیمه کې د خپلو ملګرو مړي ولېږدول او د اعتراض په ډول یې 'د هغو پر کوپړیو میتیازې' کړې وې.
په دې مرکه کې لومړي وزیر د هند د کانګرس مشر غلام نبي ازاد خپل ملګری وباله، خو دا یې ونه ویل چې ولې یې هغه مهال یې چوپتیا غوره کړه چې کله یې د ګوند (بي جي پي) یو مشر له هنده د مسلمانانو د شړلو ګواښ وکړ.
نرېندرا مودي په خپله مرکه کې د بنګله دیش لومړۍ وزیرې شیخ حسینې په اړه هم څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې هغه ورته ډېری وخت بنګالي مټايي ورلیږي، خو دا یې ونه ویل چې ولې یې د هند اسام ایالت کې څلور میلیونه مسلمانان بهرنیان وبلل او بنګله دیش ته یې د دوی د استولو خبره ټاکنیز شعار دی.
اکشي کمار په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "په داسې حال کې چې ټول هېواد د سیاست او ټاکنو په اړه غږیږي، دلته د ساه اخیستو یوه موکه ده."
نوموړي دا خپل یو کمساری کار بللی چې وايي وړاندې یې هېڅکله داسې مرکه نه ده کړې.
اکشي کمار ویلي د دې مرکې لپاره احساساتي او ورته مهال نارام و.
یو شمېر خلکو په دې مرکه نیوکه کړې او دا یې یوه 'ساده سیاسي ډرامه' بللې.
ځینو بیا د اکشي کمار دا کار ستایلی دی.