تر ټولو خوښ او ناخوښ هېوادونه کوم دي؟

یوه نوې نړیواله سروې ښيي چې د نړۍ خلکو کې غوسه، اندېښنه او خواشیني ډېره شوې. د هغو ۱۵۰ زره کسانو له ډلې چې ۱۴۰ هېوادونو کې ورسره مرکې شوې، درېیمه برخه کسانو ویلي، له ذهني فشار سره مخامخ شوي او لږ تر لږه له پنځو نه یوه کس ویلي، خواشیني، خپګان او غوسه یې تجربه کړې دي.

د احساساتو په دغه کلنۍ نړیواله نظر پوښتنه کې له خلکو د دوی د مثبتو او منفي تجربو په اړه پوښتنه شوې.

سروې کې تر ټولو ډېرې منفي درجې موندونکی هېواد چاډ او ورپسې نایجر بلل شوي دي او د رپوټ له مخې تر ټولو زیات مثبت هېواد پاراګوای بلل شوی دی. د ځینې هېوادونو مثبتې درجې ځکه په سروې کې لږ دي، چې له یوه نه یوه ډول سیاسي، اقتصادي یا کوم بل ډول بحران سره مخامخ وو.

دې کې افغانستان هم یوه بېلګه ده، چې دویم پرلپسې کال یې د مثبتو درجو شمېر خورا ټیټ بلل شوی.

د دغه هېواد ۴۳ نومرې چې د پروسږ کال پرتله هم لږ بلل شوې ښيي چې بېوزلۍ او کرکېچ د افغانانو پر ژوند څنګه منفي اغېز کړی دی.

د بېلګې په توګه په ۲۰۱۸ کال کې د ۳۶ سلنه افغانانو دا ویل چې پرون یې خندلي یا موسکي شوي دي، په ۱۲ کلونو کې د یوه هېواد لپاره تر ټولو ټیټ ریکارډ ثابت شو.

سروې کې امریکا متحده ایالتونه نهه دېرشم، برتانیا شپږ څلوېښتم او هند درې نویم بلل شوی دی. څېړونکو د سروې ګډونوالو پر هغه رویه تمرکز کړی چې د سروې له تر سره کېدو یوه ورځ مخکې یې درلوده.

د بېلګې په توګه له دوی به پوښتنه کېده، چې ایا پرون موسکي شوي یاست، یا مو خندلي دي؟ او یا دا چې ایا درناوی درته شوی؟ او له دې هدف دا و چې د خلکو ورځني ژوند تجربو په اړه معلومات تر لاسه شي.

۷۱ سلنه خلکو ویلي، له سروې یوه ورځ مخکې یې پام وړ خوند لیدلی.

په سروې کې د ذهني فشار لوړه شوې کچه تر سترګو شوې او د خپګان کچه هم لوړه شوې ده. نژدې ۳۹ سلنه خلکو ویلي، له سروې یوه ورځ مخکې اندېښمن وو او ۳۵ سلنه بیا وايي، له ذهني فشار سره مخامخ وو.

د پاراګوای، پاناما او ګواتیمالا په ګډون د لاتین امریکا هېوادونه د مثبت احساس د لیست په سر کې دي او د دغو هېوادونو ډېری اوسېدونکي وايي، یوه ورځ مخکې پورې یې خورا ډېر مثبت احساسات درلودل.

پنځه هغه هېوادونه چې اوسېدونکي یې تر ټولو ډېرې مثبتې تجربې لري

  • پاراګوای
  • پاناما
  • ګواتیمالا
  • مکسیکو
  • السلوادور

پنځه هېوادونه چې منفي تجربې یې تر ټولو ډېرې دي

  • چاد
  • نایجیر
  • سیرالیون
  • عراق
  • ایران

سروې کوونکي وايي، دا په لاتین امریکا کې د د ژوند پر مثبت اړخ د تمرکز کولو کلتور منعکسوي. چاډ بیا دغه سروې کې تر ټولو ډېر منفي درجې تر لاسه کړې، چې د دغه هېواد له لسو نه اوو اوسېدونکو ویلي، پروسږ کال یې کله نا کله په سختۍ سره خواړه موندلي دي.

د چاد ۶۱ سلنه اوسېدونکو ویلي، له رواني ځور سره لاس او ګرېوان شوي دي.