د نړۍ تر ټولو شتمنې ښځې څوک دي؟

کله چې د نړۍ تر ټولو شتمن سړي له خپلې مېرمنې د بېلېدو پرېکړه وکړه، د شتمنۍ بېلولو شمېرې یې هم لویې وې. روانه اونۍ تایید شوه، چې د امازون موسس جیف بیزوس له خپلې مېرمنې مکنیزې بېزوس نه بېلېږي، نو د هغه له شتمنۍ به څلور سلنه برخه یانې ۳۵ اعشاریه شپږ میلیارده ډالر هم د هغه د مېرمنې برخه کېږي او دې سره به مېرمن مکینزې د نړۍ درېیمه تر ټولو شتمنه ښځه شي او دغه راز به یې د نړۍ شتمنو په کتار کې ځای ۲۴ شي.

خو دغه لیست کې د نورو کومو ښځو نومونه دي او څنګه دغه ځای ته رسېدلې دي؟

فرانسویس بیټینکورټ- مایرز

فرانسوۍ مېرمن مایرز له ۴۹ اعشاریه درې میلیارده شتمنۍ سره د نړۍ شتمنو په کتار کې ۱۵ ځای لري، چې د لي اوریل سینګار توکو کاروبار په میراث کې له موره ورپاتې شوې ده.

د نوموړې لیلیان بیټینکورټ ۲۰۱۷ کال کې د ۹۴ کلونو په عمر ومړه. ۲۰۰۷ کال کې د مور او لور تر منځ اوږده قانوني شخړه رامنځته شوې وه، خو د مور له مړینې مخکې د دواړو تر منځ روغه جوړه وشوه.

مېرمن بټنې کورټ مایرز لیکواله هم ده او د یوناني معبودانو او عیسیویت، یهودیزم پر اړیکو یې کتابونه خپاره کړي دي.

الیک والټن

۶۹ کلنه مېرمن والټن د سام والټن یوازینۍ لور ده، چې د امریکايي سوپر مارکیټ لړۍ (وال مارټ) موسس و. نوموړې د خپلو دوو ورڼو برعکس کورنی کاروبار پرېښود او په پلرني ښار ارکنساس کې یې د امریکايي هنرونو لپاره موزیم رامنځته کړ.

جیکولین مارس

مېرمن مارس له ۲۳ اعشاریه نهه میلیاردو ډالرو سره د نړۍ شتمنو په کتار کې ۳۳ ځای لري. مېرمن مارس د نړۍ تر ټولو لوی هغه چاکلیټ کاروبار کې درېیمه برخه لري، چې نیکه یې فرنک په ۱۹۱۱ کال کې پیل کړی و.

نوموړې تر ۲۰ کلونو پورې د کورنۍ کاروبار سمبال کړ او تر ۲۰۱۶ کال پورې یې فعالیت کاوه.

اوس نوموړې د یوه بشر دوست شخصیت په توګه پېژندل کېږي او د واشنګټن ملي اوپرا او ملي ارشیف چارې له نورو همکارانو سره یوه بورډ کې څاري. د مارس شرکت یوه بله ځانګړنه دا هم ده، چې امریکا کې د کورنیو ساتل شویو حیواناتو لپاره د خوړو تر ټولو مخکښ چمتو کونکی دی.

یان هیویان

مېرمن هیویان بیا ۲۲ اعشاریه یو میلیارده شتمني لري او په چین کې تر ټولو شتنمه ښځه ده، چې د نړۍ شتمنو په نوملړ کې یې ځای ۴۲ دی.

دا په کتټري ګارډن نومي شرکت کې تر ټولو زیاته ونډه لري، چې په خپل هېواد کې د ځمکو پېر، پلور او ودانیو چمتو کولو کاروبار کې مخکښ شرکت دی. د شرکت وېبپاڼې له مخه ۲۰۱۶ کال کې دغه شرکت په ودانیزو چارو کې د نړۍ په کچه درېیم ځای درلود. ۳۷ کلنې یان ته چې اوهایو دولتي پوهنتون کې یې لوړې زده کړې کړې، د شرکت ۵۷ سلنه ونډه له پلاره میراث پاتې شوې.

سوزانې کلاتین

د نړۍ شتمنو په کتار کې د سوزانې کلاتین ځای له ۲۱ میلیاردو ډالرو سره ۴۶ دی. دغه ۵۶ کلنه جرمن ښځه د اروپا په کچه دویم ځاتی لري، چې د ګاډو او درملو کاروبار له لارې یې پانګه موندلې ده. نوموړې ته د مور پلار له مړینې وروسته د کیماوي موادو چمتو کونکي شرکت التانا اي جي ۵۰ سلنه ونډه میراث پاتې شوه او دغه راز دا او ورور یې په بي ایم ډبلیو شرکت کې سم نیمايي برخه لري.

نوموړې د التانا له شخصي کولو وروسته یو شمېر نورو کمپنیو کې هم ونډه لري.

لورین پاوول جابس

میرمن جابس ۱۸ اعشاریه شپږ میلیارده ډالر شتمني لري چې دې سره د نړۍ شتمنو کتار کې ۵۴ ځای لري. نوموړې د اپل شرکت شریک موسس سټیو جابس کونډه ده چې د مېړه له مړینې وروسته د اپل او ډیزني له شتمنۍ ۲۰ میلیارده برخه دې او کورنۍ ته یې میراث کې ورسېدل.

له هغه وروسته نوموړې د خبریالۍ برخه کې پانګونه وکړه، د اتلانټیک مجلې ډېره ونډه یې واخیسته او په خیره خپرونو مدر جونس او پرو پبلیکا کې پانګونه وکړه. نوموړې دغه راز ځینې هغو ادارو کې پیسې ولګولې چې د کډوالۍ او تعلیمي اصلاحاتو برخه کې کار کوي. د ۲۰۱۸ کال مې کې مېرمن پاول جابس د سان فرانسسکو پر هغه کور ۱۶ اعشاریه اته میلیونه ډالر ولګول چې ګولډن ګېټ بریج لور ته یې مخه پرانیستې ده.