د ۲۲ لکو ډالرو کوتره

د عکس سرچینه، PIPA
په دې وروستیو کې یوه کوتره چې ارمانډو نومېږي په ۲۲ لکه ډالره وپلورل شوه، دا د نړۍ یو تر ټولو ګرانبیه مارغه دی.
د کوترو د الوت د لوبو بولۍ یوې کمپنۍ وویل چې د اوږده مزل الوت لپاره دا تر ټولو غوره کوتره وه.
دې کوترې ته د موټرځغاستې د تېز موټر چلوونکي نوم (لویس همیلټن) هم ورکړل شوی.
ارمانډو نومې کوتره به سږ کال ۵ کلنه شي او له دې وروسته به یوازې هګې اچوي او بچیان به لویوي.
د نړۍ ځینې تر ټولو ګرانبیه پلورل شوي ژوي:
د تبت ماستیف سپی

د عکس سرچینه، ED JONES/AFP/GETTY IMAGES
دغه له وړیو ډک تبتی سپی په نږدې ۱۲ نیم لکه ډالره پلورل شوی.
دا داسې سپی دی چې په چین کې یې یوازې شتمن خلک ساتلی شي.
دا سپي په مرکزي اسیا او د چین شاوخوا سیمو کې کوچیانو د ښکار لپاره کاراوه.
د جاپان ټونا کب
د جاپان پلازمینا ټوکیو کې په یوه بولۍ کې یوه سوداګر د یوه لوی ټونا کب لپاره نږدې ۳ نیم لکه ډالره پرې کړه.
دغه د (ټونا پاچا) نوم کب ۲۷۸ کیلو و او د داسې ټونا څخه و چې اوس یې نسل په کمېدو دی.

د عکس سرچینه، EPA
دا ټونا د جاپاني خوړو سوشي په جوړولو کې کارول کېږي، سوشي هغه غواړه دي چې وریژې او کب پکې یو ځای کېږي او خوړل کېږي.
ډېر خلک د دغه ټونا کب د راتلونکي په هکله اندېښمن دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
تر ټولو ګرانبیه پسه
په سکاټلنډ کې یو پسه په ۲۰۰۹ کال کې په نږدې ۳ لکه ډالره وپلورل شو.
دا د نړۍ تر ټولو ګرانبیه پسه دی.
ویل کېږي دا پسه ډېر پیاوړی واو هډونه یې ځواکمن وو، ځکه دومره ګرانه بیه پرې کړل شوې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د میسي په نوم غوا
د مسي په نوم یوه غوا په ۲۰۰۹ کال کې په ۲۳ لکه ډالره وپلورل شوه.
ویل کېږي د دې غوا دومره ډېره بیه یوازې د دې لپاره وه چې ډېره پیاوړې وه.











