تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''نیوزیلنډ مو په غم کې شریک دی، موږ یو موټی یو''
نیوزیلنډ کرایسټ چرچ ښار کې زرګونه کسان د د دغه ښار پر دوو جوماتونو د بریدونو قربانیانو ته د درناوي مراسمو کې راټول شوي وو.
دوی النور جومات ته مخامخ پارک کې له مسلمانانو سره د یوالي څرګندونه وکړه. د مراسمو ګڼ شمېر غیر مسلمانو مېرمنو له مسلمانانو سره د یوالي څرګندونې لپاره پړوني پر سر کړي وو.
د یوه سخت دریځي ښي اړخي بریدګر په هغو بریدونو کې چې د تېرې جمعې ورځې پر ورځ وشول، پنځوس کسان وژل شوي وو.
د جمعې ورځې له لمانځه مخکې اذان په ټول هېواد کې په ژوندۍ بڼه خپور شو. په مراسمو کې د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جاسندا اردرن هم ګډون کړی و. هغې ګډونوالو ته وویل:
''مسلمانان په دې باور دي چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ویلي دي، چې مومنان په مهربانۍ، خواخوږۍ او پر یوه بل ترحم کې د یوه بدن په څېر دي. که د بدن په یوه غړي درد شي، ټول بدن درد محسوسوي. نیوزیلنډ له تاسې سره غمشریک دی، موږ ټول یو موټی یو. ''
د ماسپښین اذان له ځايي وخت سره سم یوه نیمه بجه وشو چې له ملي رادیو تلوېزونه په ژوندۍ بڼه خپور شو او ور پسې دوې دقیقې چوپتیا غوره شوه.
اسټرالیايي وګړی برنټن ټرانټ چې وايي د سپین پوستو د بر ګڼلو له ډلې دی، تراوسه په یوه وژنه تورن شوی او تمه ده چې له نورو تورونو سره هم مخ شي.
مېرمن اردرن د پنجشنبې په ورځ وویل چې نیمه اتومات وسلې به بندې کړي.
د نیوزیلنډ د اسلامي ټولنو د فدراسیون مشر مصطفی فاروق وايي:
"په دې خوشال یو چې اذان ټوله نړۍ کې خپرېږي او هرڅوک په کې ګډون کولی شي".
تمه ده چې د نوي زیلنډ ډېری جوماتونه خپل ورونه د لیدونکو لپاره پرانیځي او له جوماتونو بهر خلک د یووالي ښودلو لپاره د ځنځیر په ډول سره ودرېږي.
په یوه هڅه کې د خواله رسنیو له لارې د نوي زیلنډ له نامسلمانو ښځو غوښتل شوي چې د یووالي ښودلو لپاره پړونی په سر کړي.