تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوریه کې د داعش "تر ټولو خطرناکه فرانسوۍ" ناوې وژل شوې
د حیات بومدین، برخلیک، چې د "اسلامي دولت" ډلې ناوې هم بلل کېږي، اوس "فرانسه کې تر ټولو مطلوبه ښځه" ګڼل شوې، چې د رپوټونو له مخې سوریه کې هوايي برید په نښه کړې ده.
رپوټونه وايي، بومدین د "اسلامي دولت" ډلې وروستي مورچل باغوز ښار کې وژل شوې ده.
د هغې مېړه امادي کولیبالي په ۲۰۱۵ کال د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د یهودي خوړنځي په برید کې هغه مهال ووژل شول، چې څلور کسان په کې برمته شوي وو.
د حیات بومدین ژوند څنګه و؟
بومدین ۳۰ کلنه وه. فرانسه کې یې پر بندیز سربېره حجاب اغوست او یوه ورځپانه کې د محاسبې په توګه کارمنه وه.
هغه د پاریس سوېل کې زیږېدلې وه، شپږ خویندې او څلور وروڼه یې لرل. مور یې په ۱۹۹۴ کال کې مړه شوه، چې هغه مهال بومدین ماشومه و او د پالنې لپاره بلې کورنۍ ته وسپارله شوه.
رپوټونه وايي، پلار یې د کولیبالي پېښه کې د لور د ښکېلتیا له خبرېدو وروسته ټکان وخوړ.
فرانسوي پولیسو له پېښې وروسته وویل، د کولیبالي په نامه د سړي او حیات بومدین په نوم ښځې لټون کوي.
څو ساعته وروسته پولیسو کولیبالي وواژه. امنیتي سرچینو وویل، حیات د پېښې ښه شاهده ده، هغه یې خطرناکه ونه بلله، خو ویل یې چې ښايي وسله به ورسره وه.
ترکي چارواکو وویل، هغه تر بریدونو مخکې ترکیې ته تللې وه او پر سرحد ګاونډۍ سوریې ته اوښتې وه.
داعش ته پر لار
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، شپږ ورځې مخکې له دې چې حیات بومدین سوریې ته ولاړه شي، د استانبول هوايي ډګر ته له مادریده تللې وه او هغه مهال یې له فرانسوي حکومته ترکیې ته د بومدین د ننوتلو د منع کولو هېڅ غوښتنه نه ده ترلاسه کړې.
د ترکیې "Haberturk" ورځپاڼې یو انځور خپور کړی چې بومدین له یوه سړي سره په کې ښکاري.
ترکي چارواکو بي بي سي ته هغه وخت ویلي وو، یاد سړی مهدي صبري دی، چې په اصل کې د افریقا د کوم شمالي هېواد دی او نوموړی هېڅ تر څار لاندې نه دی.
چارواکي په دې اند وو چې ګني هغه سوریې ته له بومدین سره اوښتی.
ترکي امنیتي چارواکو سوریې ته له خوځېدا مخکې ټول ځایونه پر بومدین پسې ولټول.
له کوليبالي سره د بومدین اړیکه
رپوټونه وايي بومدین له کولیبالي سره د ملګرتیا تار درلود چې ګني دواړه هغه وخت د اسلام پر زدکولو بوخت وو.
کولیبالي له بومدین سره په ۲۰۰۹ کال د اسلامي شریعت په رڼا کې واده کړی و.
یوې ورځپاڼې ویليو چې ګني کولیبالي د دویم واده هوډ هم درلود.