رولا غني: افغان ښځې د سولې په خبرو کې خپله برخه غواړي

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو ویلي چې افغان مېرمنې باید د سولې له روانو خبرو لرې و نه ساتل شي.

نوموړي د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي، په پرېکړو کې د افغان میرمنو مشورې او ګډون د ټولو افغانانو په ګټه دي.

له دې سره د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني هم د دغې ورځې په مناسبت پیغام کې په دې ټينګار کړی چې افغان ښځې د سولې په روانو خبرو کې خپله برخه غواړي.

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان چارواکو او د ښځو حقونو د ملاتړو بنسټونو پیغامونه تر ډېره د تېرو ۱۸ کالونو د لاسته راوړنو په خوندیتوب څرخي، هغه لاسته راوړنې چې افغان میرمنې ویریږي د سولې د خبرو قرباني نه شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازی تدامیچي یاماماتو د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې د افغان ښځو دغو اندیښنو ته اشاره کړې او وايي، د جنسیتي توازن برابروالی سږ کال د دغې ورځې مهم شعار دی.

ښاغلي یاماموتو ویلي په داسې حال کې چې افغانستان د سولې پر لور قدمونه اخلي د دغه هېواد ښځې نباید په تېر وخت کې وکتل شي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دا هم ویلي، د خبرو د میز پر سر د افغان ښځو اغیزمن ګډون جنسیتي برابرۍ ته د قوانیونو او پالیسیو د جوړولو په برخه کې کلیدي رول لري او دا کار د ټولو افغانانو په ګټه دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د برخې مسولې الیتا میلر وايي، د سولې په خبرو کې باید د افغان ښځو لومړیتوبونه او غوښتنې په پام کې ونیول شي.

له دې سره د افغانستان لومړۍ میرمنې رولا غني هم د مارچ د اتمې نیټې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ټينګار کړی چې افغان میرمنې باید په انزوا کې ونه ساتل شي:

''نن ورځ د افغانستان ښځې په ډېر قوت سره غواړي د سولې په خبرو کې خپل غږ پورته کړي او په ټولو ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې د خپل ځان استازیتوب ولري. ''

په قطر کې د طالب او امریکايي استازو تر منځ د خبرو له پیل سره په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالانې په راتلونکي کې د خپلو حقونو او ازادیو په اړه اندیښنې څرګندوي.

تېره اونۍ په کابل کې د افغانستان له بېلابیلو سیمو سلګونه ښځې راغونډې شوي وې ویل يي داسې سوله غواړي چې د دوی حقونه او ازادی پکې خوندي وي.

له هغه وخته چې د طالب استازو او امریکايي ډیپلوماټانو ترمنځ د سولې خبرې حساس پړاو ته رسېدلي دغو هڅو ته افغان ځوانان په تېره میرمنې هم په خورا ځيرکتیا ګوري.

دا هغه دوه قشرونه ګڼل کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ډيرو محدودیتونو سره لاس او ګرېوان وو.