سوریه کې د داعش پروړاندې 'وروستۍ جګړه' پیل شوې

په سوریه کې د امریکا ملاتړي نظامي ځواکونو، چې له داعش ډلې سره په جګړه بوخت دي، وايي، د "داعش له وروستیو" اورپکو سره یې په دې هېواد کې جګړه پیل کړې.

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو د ټلوالې ویاند داعش ته په اشاره ویلي: "په باغوز کې له ترهګرو پرته نور څوک نه دي پاتې"

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو له څو اونیو راهیسې ددې هېواد ختیځ کې باغوز سیمه کلابنده کړې ده.

هلته د ماشومانو او ښځو په ګډون د عامو خلکو د لېږدولو لپاره د لارې پرانیستل ځنډېدلي دي.

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو د ټلوالې ویاند مصطفی بالي ویلي، ددوی ځواکونه له غرمې وروسته باغوز ته ننوتي او د ملکیانو وروستۍ ډله یې له سیمې ایستلې.

هغه رویټرز ته ویلي، تمه ده چې درنه جګړه به وشي.

ښاغلي بالي که څه هم ددې جګړې اټکل نه دی کړی خو د ټلوالې ځواکونو تېره پنجشنبه ویلي وو په یوه اونۍ کې به "بریالي کیږي".

باغوز وروستۍ سیمه ده چې د داعش اورپکو په واک کې ده.

ددې کلي سقوط ځانګړی ارزښت لري خو کارپوهان وايي، که داعش په دې سیمه کې ماته وخوري بیا هم که دوی خپله ایډیالوژي وساتي د پخوا په څېر یو ګواښ کېدای شي.

په غیر نظاميانو کې بهرني کسانو، ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

د داعش ملاتړو د ټلګرام له لارې ددې اورپکې ډلې په ملاتړ کمپاین پیل کړی.

پنځه کاله وړاندې داعش د سوریې پر ۸۸ زره کیلو متر مربع ځمکې واک ترلاسه کړی و.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ویلي، له دې ډلې سره وروستۍ جګړه په شاوخوا نیم کیلیومتر مربع ځمکه دوام لري. په وروستۍ اونۍ کې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو شاوخوا ۲۰ زره ملکي کسان په حسکه کې یوې پوځي اډې ته لېږدولي دي.