د امریکا کانګرس: د ټرمپ اداره سعودي ته اټومي بټۍ لېږدوي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د کانګرس یوه جرګه ګۍ وايي، داسې مالومات یې تر لاسه کړي، چې سپینه ماڼۍ له خبرداري سره سره سعودي ته د حساسې اټومي ټکنالوجسۍ د ور لېږدولو هڅې ګړندۍ کړې دي.
د څار او سمون کمېټه وايي، چې دا کار ښايي د اټومي انرژۍ د قانون خلاف وي او کانګرس یې باید و ارزوي.
د دې جرګه ګۍ په وینا، د ملي امنیت مخکني سلاکار مایکل فلېن دغه پلانونه هڅولي چې د ولسمشر ټرمپ په ملاتړ د شرکتونو یوه ټولنه پکې ښکېله ده.
سعودي ټینګار کوي، چې د اټومي بټیو د جوړلو موخه یې یوازې د انرژۍ د سرچینو زیاتول دي، خو له دې لارې یې د اټومي وسلو د جوړولو تکل ته اندېښنې شته.
د ولسمشر ټرمپ او سعودي چارواکو ترمنځ په ټینګه ملګرتیا ټول خبر دي، خو تر دې دمه ادعا تر سیاسي ملاتړ او اقتصادي پانګونې پورې محدود باله.
اوس د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د یوې کمېټې یو رپوټ وايي، د ولسمشر د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلېن او د سپینې ماڼۍ یوشمېر نورو چارواکو په ۲۰۱۶ کال کې د ولسمشر ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې او له هغه وروسته پر یوه داسې پروژه کار کاوه چې په ترڅ کې به یې سعودي عربستان ته د امریکا اتومي بټۍ ولېږدولې شي.
که څه هم کارپوهانو خبرداری ورکړی و چې دا چاره به د امریکا امنیت ته ګواښ پېښوي او په قانوني ډول ستونزې لري.
د حکومتي چارو اصلاح او پر هغوی د سرپرستۍ د کمېټې راپور زیاتوي، د ټرمپ ادارې پلان درلود په سعودي کې لسګونه بټۍ جوړې کړي چې د برېښنا انرژي تولیدوي، خو د اټومي وسلو د خپرېدو امکان ورسره نغښتی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
راپور کاږي، ان تر یوې اونۍ وړاندې پورې د سپینې ماڼۍ چارواکو پر دغه وړاندیز غور کاوه.
د ډیموکراټانو په مشرۍ دغې کمېټې اندېښنه ښودلې چې سعودي عربستان ته د حساسي اټومي ټکنالوجۍ لېږد ښايي همدا اوس هم روان وي او په دې اړه یې د پلټنې حکم کړی دی.
ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ پر ۱۲مه، د اټومي انرژۍ د یو شمېر شرکتونو له چارواکو سره هم لیدلي دي او د سعودي په ګډون په منځني ختیځ کې د ځینو بټیو جوړولو پر پلان ورسره غږېدلی دی.
سعودي وايي، اټومي بټیو ته د انرژيو ترلاسه کولو لپاره اړتیا لري، خو کارپوهان وېره لري، ښايي دغه هېواد له دودیز سیال ایران سره د سیالۍ په موخه پر وسله واله ټکنالوجۍ واړوي او په دې توګه په سیمه کې احتمالي اټومي سیالۍ ته لاره هواره کړي.









