تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ د داعش جنګیالیو د خوشي کولو ګواښنه وکړه
د امریکا ولسمشر ډنلډ ټرمپ پر برېتانیا او نورو اروپایي هېوادونو غږ کړی چې خپل هغه وګړي بېرته ور واخلي چې له داعش سره یو ځای شوي او سوریې او عراق ته د جګړې لپاره تللي دي.
ولسمشر ټرمپ د خبرداري په توګه ویلي، که اروپایي هېوادونه د خپلو جنګیالیو اتباعو غم ونه خوري، امریکا به مجبوره وي چې دوی بېرته خوشي کړي.
ویل کېږي چې د داعش ډلې پر ضد په وروستۍ جګړه کې کابو ۸۰۰ داسې جنګیالي نیول شوي دي چې د اروپایي هېوادونو اتباع دي.
دا جنګیالي د کردي ملیشو سره په روانه جګړه کې نیول شوي او د همدې ملیشې په بند کې دي.
ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا جنګیالیي باید بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي او محکمې ته دې وړاندې شي.
نوموړی په داسې حال کې دا غوښتنه کوي چې کردي ملیشې په سوریه کې د داعش ډلې وروستي مرکز ته نژدې کېږي، او اټکل کېږي چې ډېر ژر به د سوریې او عراق ټوله ساحه په بشپړه توګه له دې ډلې پاکه اعلان شي.
ولسمشر ټرمپ ویلي، د داعش خلافت نړېدو ته چمتو دی. د هغه په وینا، امریکا د دې جنګیالیو د نیولو لپاره ډېر څه کړي او پیسې یې لګولي، نو اوس باید اروپایي هېوادونه هم خپل مسوولیت ترسره کړي.
یو شمېر امریکایي چارواکو سنډې ټېلیګراف ورځپاڼې ته ویلي، دوی د یو شمېر جنګیالیو په اړه اندېښنه لري چې که محاکمه نشي، اروپایي هېوادونو ته خطر پېښولی شي.
د برتانیا د بهرنیو استخباراتو مشر الېکس ینګ هم تېره جمعه ویلي وو، سره له دې چې داعش په سوریه کې پوځي ماتې خوړلې، دا ډله د نورو بریدونو لپاره ځان له سره منظموي.
په برتانیا کې د ننه هم د هغو درېیو برتانوۍ نجونو په اړه بحثونه روان دي چې په ۲۰۱۵ کال کې سوریې ته تللې وې او له داعش ډلې سره یو ځای شوې.
په دوی کې د شمیمه بېګم په نامه یوه پېغله، چې اوس یې عمر ۱۹ کاله دی، د کردي جنګیالیو لخوا نیول شوې ده او اوس غواړي چې بېرته برتانیا ته راستنه شي.
د شمیمه کورنۍ غواړي چې لور ته یې اجازه ورکړل شي چې برتانیا ته راستنه شي، خو د برتانیا حکومت د هغې د بېرته راوستلو لپاره هېڅ ګام نه دی پورته کړی.
د یکشنبې بر ورځ د شمیمه کورنۍ وویل چې لور یې د دریم ځل لپاره مور شوې ده، او یو هلک یې زېږولی.
ویل کېږي چې شمیمه بېګم سوریې ته له تللو وروسته د داعش ډلې له یو جنګیالي سره واده وکړ.
د لندن د کنګز کالج یوه څېړنه کې ویل شوي چې د برتانیا، فرانسې، جرمني او لویدیځې اروپا د یو شمېر نورو هېوادونو څخه کابو ۶ زره کسان سوریې او عراق ته تللي او هلته له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.
له دې ډلې نه کابو ۱۷۶۵ کسان بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.