تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورځپاڼو ته کتنه: پوتین نه د طالبانو او نه هم د امریکا بریا غواړي
نېشنل انټرسټ مجلې په یوه تحلیلي مطلب کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو شونې وتنې ته کتنه کړې ده. مجلې اوسنی افغانستان د ډاکټر نجیب الله د حکومت له مهال سره پرتله کړی او ویلي یې دي، چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته هغه مهال حکومت ځکه درې کاله نور هم وپایېد، چې مسکو په دې موده کې لا هم له ختیځې اروپا اکمالات ور رسول. خو کله چې دغه مالي مرسته بنده شوه، مجله وايي، چې حکومت هم نسکور شو.
نېشنل انټرسټ وايي، چې امریکا له افغانستانه وځي، که له افغان حکومت سره د لویې کچې مرستې و نه شي، طالبان به د هېواد ډېرې سیمې په اسانۍ لاندې کړي. د مجلې په وینا، طالبان ښايي په دغسې حالاتو کې د پاکستان په مرستو لا ډېره تکیه وکړي.
مجله د روسیې د رول په اړه وايي، چې ولسمشر پوتین نه غواړي چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسي، خو په وینا یې، دا هم نه غواړي، چې په داسې یوه هېواد کې امریکا بریالۍ شي، چې درې لسیزې وړاندې پکې د ده هېواد مات شوی و.
ټایمز آف اېنډیا ورځپاڼې په هندي کشمیر کې د وروستي ځانمرګي برید په تړاو یو مطلب خپور کړی چې د لیکوال د ادعا له مخې، د پاکستان پوځ له دې لارې هند او امریکا ته جلا جلا پیغامونه ورسول.
لاسپوڅې وسلوالې ډلې
د لیکوال په وینا، د دغه برید په مټ ډیلي ته دا پیغام ورکړ شو، چې که د امریکا او سعودي د فشار له کبله پاکستان د افغانستان د سولې په روان بهیر کې د خپلو لاسپوڅو وسله والو ډلو په تړاو هر ډول جوړجاړی کوي؛ هغه به په دې مانا نه وي، چې ګواکې په کشمیر کې به هم د دغسې ډلو د کارونې تګلاره بدله کړي.
لیکوال ادعا کوي، چې واشنګټن ته د پاکستان پیغام دا و، چې که غواړي له طالبانو سره یې جوړه وکړي او له افغانستانه په پرده کې ووځي، نو نه یوازې دا چې په کشمیر کې د زیاتې شوې ترهګرۍ په اړه باید غلې پاتې شي، بلکې هغې بیې ته هم باید پام وکړي، چې پاکستان یې د دغو ډلو د ملاتړ له امله پرې کوي.
په دې لیکنه کې ویل شوي، چې د جیش محمد په نامه ډله، چې د کشمیر د وروستي برید مسولیت یې منلی، په پاکستان کې آزاد فعالیت کوي. په لیکنه کې ویل شوي، چې د دې ډلې مشر مسعود اظهر په پاکستان کې ازاد ګرځي، چې په ۲۰۰۰ کال کې افغانستان ته د یوې تښتول شوې مساپر وړونکې هندۍ الوتکې په بدل کې له هندي زندانه خوشې کړل شوی و.
خو پاکستان په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.
برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د افغان ځوانانو د راتلونکي په تړاو یو مطلب خپور کړی. په دې کې ویل شوي، هېڅوک سر له اوسه نه پوهېږي، چې د سولې د خبرو اترو له جوړ جاړي وروسته به په افغانستان کې څه ډول حکومت واک ته رسي او د طالبانو ونډه به پکې څومره وي، خو په وینا یې د هغو افغان ځوانانو لپاره چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته زېږېدلي ، په واک کې د طالبانو ور ګډېدل به ورته د سولې د هیلو تر څنګ یو ډول وېره هم لري.
ګارډین وايي، د افغانستان په کلیوالو سیمو کې چې ځايي دودونه پکې د مرکزي دولت له قوانینو خلکو ته ډېر اهمیت لري، ښايي د خلکو ژوند کې ډېر بدلون را نه شي. خو په وینا یې، د کابل او نورو ښارونو ځوانانو په تېرو اتلسو کلو کې ډېر داسې څه تر لاسه کړي، چې د بایللو وېره یې شته.
د بېلګې په توګه یې د موسیقۍ، بوختوونکو رسنیو، سینګارځیو، او ماډلېنګ یادونه کړې ده، چې په وینا یې د ښارونو ځوانانو ته ښايي اوس یوه عادي خبره او د ژوند برخه ښکاري، خو طالبان به ورسره جوړ نه وي.