امریکا: پاکستان دې خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځي سملاسي ختم کړي

د امریکا متحدو ایالتونو پر پاکستان غږ کړی، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځي سم لاسي ختم کړي او د ټولو هغو ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي، چې له پاکستانه په سیمه کې ترهګریز فعالیتونه سمبالوي.

د امریکا متحدو ایالتونو له پاکستانه جدي غوښتنه کړې، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې سم لاسي ختمې کړي.

پاکستان د سپینې ماڼۍ دغو خبرو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د سپینې ماڼۍ خبرپاڼې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د سخت دریځو وسله والو یوه موټر بم برید کې د نیمه پوځي ملېشو لږ تر لږه ۴۰ هندي سرتېري وژل کېدل په سختو ټکو غندلي دي.

امریکا وايي، دا د پاکستان مېشتې ترهګرې ډلې یو وحشیانه برید و.

د امریکا متحده ایالتونه وايي، پاکستان مېشتې ترهګرې ډلې په سیمه کې د ناامنیو جوړولو فعالیتونه کوي او ترهه خپروي.

پاکستان مېشتې "جیش محمد" نومې ډلې د دغه برید مسؤولیت منلی.

په ۱۹۸۹ کال د هند واکمنۍ خلاف کشمیر کې د وسله والو له فعالیتونو پیلېدو راهیسې دا تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

پاکستان او هند دواړه پر کشمیر دعوه لري او هر یو یې پر نیمایي برخه کنټرول لري.

پاکستان د هند هغه تور رد کړی چې ګني دا برید پاکستان مېشتې جیش محمد ډلې کړی.

یوه پاکستاني وزیر ویلي، هند دې ټول هغه ثبوتونه راوړي چې ګني دا برید جیش محمد ډلې کړی، دوی [پاکستان] به هم د برید په اړه څېړنو کې 'همکاري' ورسره وکړي.

خو د هند فډرالي وزیر ارون جیتلي ویلي، له نړۍ نه به د پاکستان د منزوي کولو لپاره هر راز 'ډیپلوماتیکې هڅې' وکاروي.

'جیش محمد' ډله څوک ده؟

جیش محمد ډله په ۲۰۰۰ کال د یوه ملا مسعود اظهر له خوا جوړه شوه، چې په تېر کې یې هم په هندي خاوره کې بریدونه کړي.

په ۲۰۰۱ کال یې نوي ډیلي کې د هند پر پارلمان برید وکړ، ۳۰ کسان یې ووژل، چې د دواړو ګاونډیو ترمنځ د جګړې لامل وګرځېد.

د ۲۰۱۷ کال دسمبر کې جیش محمد په یوه وېډیويي کلیپ کې ادعا کړې وه چې د هندي چارواکو د څرګندونو خلاف د جیش محمد وسله وال لا هم په کشمیر کې فعال دي.

دا هم د لوستلو دي:

پر پاکستان د ایران تور

بل خوا، د ایران د 'سپاه پاسداران' عمومي قومندان محمد علي جعفري پاکستان د 'جیش العدل' ډلې په ملاتړ تورن کړی.

ښاغلي جعفري له پاکستانه غوښتي چې 'له دې ډلې سره خپل چلند بدل کړي'. پاکستان د ایران دغه تور ته سم لاسي غبرګون نه دی ښودلی.

نوموړی زیاتوي، 'که پاکستان دا کار نه کوي، ښايي زموږ چلن هم بدل شي'.

د تېرې چارشنبې په ورځ د ایران سرحدي سپاه ځواکونو پر یوه بس 'ځانمرګی' برید وشو، چې لږترلږه ۲۷ کسان پکې ووژل شول او مسؤولیت یې 'جیش العدل' ډلې ومانه.

دا په تېرو پنځو کلونو کې پر ایراني امنیتي ځواکونو د اهواز له برید وروسته تر ټولو خونړی برید و.

'جیش العدل' د ایراني لږکیو بلوڅانو او سُنیانو د حقونو مدافع ډله ځان بولي. ایران دا ډله 'ترهګره' بولي.

وړاندې هم پاکستان د هند او افغانستان له خوا په سیمه کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی دی.