تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټيلیګراف ورځپاڼه: امریکا غواړي برتانوي جهادیان ګوانتانامو ته ولېږي
برتانوۍ ورځپاڼه ټیلیګراف لیکي امریکا غواړي د جهادي ډلو برتانوي غړي په ګوانتنامو کې بندیان کړي ځکه امریکا له دغه ډول کسانو سره د برتانیا له چلن ناهیلې شوې ده.
دا ورځپاڼه لیکي داسې معلومات یې موندلي چې هغه برتانویان چې لکه د سوریې په څېر هېوادونو ته له وسله والو ډلو سره د یوځای کېدو لپاره تللي له بېرته راګرځېدو وروسته ورسره نرم چلن شوی او په ټولنه کې د دوی د ادغام لپاره د یوه پروګرام برخه ګرځېدلې ده.
دا انديښنې وروسته له هغه مخې ته راځي چې یو برتانوۍ چې سوریې ته تللې ویلي غواړي بیرته خپل کورته ستنه شي.
روسان له افغانستان پر وتلو اوس څه فکر کوي؟
نیویارک ټایمز ورځپاڼه له افغانستان د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو په تړاو لیکي د وخت په تېریدو سره د دغې مسلې په اړه د روسانو نظر بدل شوی ښکاري. د ورځپاڼې په وینا ځیني لا هم ټینګار کوي چې افغانستان ته د ځواکونو استول د وخت اړتیا او سمه پریکړه وه.
دا ډله روسان دغه ګام اوس سوریې ته د ځواکونو د استولو په څېر بولي چې د امریکا د نفوذ د مخنیوي لپاره د نړۍ یوې لرې سیمې ته هم د ځواکونو استول اړین بولي.
ورځپاڼه زیاتوي یو شمیر پخواني روسي سیاستوال د شوروي اتحاد پر پخواني مشر له دې امله نیوکه کوي چې په بيړه یې له افغانستان ځواکونه په شا کړل.
دوی وايي که په دې چاره کې بیړه نه وی شوې نو ښايي وضعیت به بل ډول او ګټه به یې هم شوروي اتحاد او هم افغانستان ته رسېدلې وه.
افغانستان ته د هندۍ الوتکې تښتول
هندوستان ټایمز ورځپاڼه قندهار ته د هندۍ الوتکې د تښتولو شل کاله پوره کېدو ته اشاره کوي او پوښتنه کوي هند د دغه هېواد په برخه کې څه کولی شي چې وضعیت یې بدلیدونکی دی او د وضعیت بدلون یې مخامخ د هند پر امنیت اغیز لري.
د دې مطلب لیکونکی په افغانستان کې د هند د مرستندویه رول او داچې له دغه هېواد سره د لویو مرسته کوونکو په کتار راځي یادونه کوي.
دی زیاتوي د امنیتي وضعیت په بدلون سره سیاسي چاپیرال لا بې ثباته کیږي نو دا ډول یوه وضعیت ته په کتو هند ته په کار دي چې په افغانستان کې د خپلو ګټو د تامین لپاره د نویو لارو چارو په لټه کې شي.