پولیسو د مشکوک غله ترهولو کې له ماره ګټه واخیسته

د اندونیزیا پولیسو د یوه مشکوک غله ترهولو کې له ماره د ګټې اخیستو له کبله - چې د پېښې وېډیو پر انټرنېټ خپره شوه، بښنه غوښتې ده.‌

په وېډیو کې پولیس خاندي او تحقیق کوونکی د یوه سړي پر سر مار اچوي او هغه چیغې وهي.

د اندونیزیا ختیځ پاپونا سیمه کې مشکوک کس لاس تړلی دی.‌

باور کېږي چې دغه مشکوک کس ګرځنده ټیلېفونونه غلا کړي.‌

د پولیسو مشر دا نامسلکي کار بللی،‌ خو په ورته وخت کې یې د دفاع لپاره ویلي، چې مار روزل شوی او زهر یې نه لرل.‌

توني اناندا سوادایا په یوه خبرپاڼه کې ویلي "ددې کار ترسره کوونکو پروړاندې مو جدي ګام اخیستی دی"، چې په وینا یې، پولیسو دا سړی نه دی وهلی.

سوادایا زیاتوي،‌ پولیسو دا کار پخپله خوښه کړی چې مشکوک کس ووېروي او اعتراف وکړي.

د ویرونیکا کومان په نامه د بشري حقونو یوې فعالې د یادې وېډیو په اړه ویلي،‌ پولیسو په پاپوا کې د خپلواکۍ یو ملاتړی فعال زندان کې له مار سره اچولی دی.‌

په وېډیو کې داسې یو غږ هم شته چې مشکوک کس ته ویل کېږي مار به یې په خوله کې ورکړل شي یا به یې پرتوږ کې ورننویستل شي.

په بابوا کې د بشري حقونو د سرغړونو رپوټونه ورکول کېږي، په تېره بیا هلته له اندونیزیا خپلواکي غوښتونکي ډېر ځورول کېږي.

د اندونیزیا دغه سیمه ډېرې طبیعي زېرمې لري چې په ۱۹۶۹ کال د اندونیزیا برخه وګرځېده.

به تېره ډیسمبر میاشت کې، د پاپوا واکمن لوکاس انیمبي د خپلواکۍ غوښتونکو د ځپلو په درشل کې له پوځه غوښتي وو چې له سیمې ووځي.

پوځ هلته د "پاپوا د ازادۍ خوځښت" ډلې پوځي څانګې غړي پسې واخیستل چې د ودانیزو چارو ځینې کارکوونکي په نښتو کې ووژل شول.‌