په سوریه کې د داعش وروستی کلی محاصره شوی

د عکس سرچینه، AFP
د سوریې په ختیځ کې د داعش ډلې تر ولکې لاندې وروستی کلی د هغو ملیشو لخوا محاصره شوی چې امریکا یې ملاتړ کوي. رپوټونه وایي، د داعش ډلې ټپي شوي جنګیالي او عام وګړي له دې کلي د تېښتې په حال کې دي. له دې کلي را وتونکي خلک په باغوز سیمه کې ځانونه کردي ملیشې ته تسلیموي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، کردي ملیشه له داعش جنګیالیو سره د بندیانو پر تبادلې خبرې کوي، او که کردي جنګیالي د داعش له ډلې ازاد شي نو بدل کې به یې داعش جنګیالیو ته هم اجازه ورکړل شي چې د سوریې په شمال لویدیځ کې د ادلیب ایالت ته ولاړ شي.
د سوریې حکومت تر دې دمه پر ادلیب ایالت بشپړ کنترول نلري.
د داعش جنګیالیو مېرمنې او ماشومان هم د تېښتې په حال کې دي، او کردي ملیشه یې تر پلټنو وروسته د سوریې په شمال کې ځانګړو توقیف ځایونو ته استوي.

د عکس سرچینه، AFP
د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، کېدای شي په همدې اونۍ کې د سوریې ټوله خاوره په بشپړه توګه له داعش ډلې پاکه او ازاده اعلان شي.
ښاغلي ټرمپ دا خبرې په واشنګټن کې د هغو شاوخوا اویا هېوادونو استازو ته وکړې چې د داعش ډلې پر ضد یې ګډ ائتلاف جوړ کړی دی.
ښاغلي ټرمپ وویل:
"داعش خپلې ځمکې له لاسه ورکړې. خلافت یې تار و مار شو. د داعش وړې برخې شته چې ممکن ډېرې خطرناکې وي. بهرني وسله وال تر امریکا باید ونه رسېږي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر د دسمبر په میاشت کې اعلان وکړ چې له سوریې خپل سرتیري وباسيږ د هغه دې ناڅاپي اعلان د امریکایانو په ګډون نړیوال مشران هم هک حیران کړل.
نوموړي تېره اونۍ یوه مرکه کې وویل، امریکا په عراق کې لویه او مجهزه پوځي هوایي اډه لري، او که داعش ډله په سوریه کې بیا سر را پورته کړي نو په عراق کې مېشت امریکایي پوځیان یې مخه نیولی شي.
د امریکا یو شمېر پوځي او استخباراتي چارواکي وايي، له دایمي فشار او د دې ډلې پر وړاندې له بریدونو پرته به داعش بېرته ځواکمن شي.
خو ولسمشر ټرمپ وایي، امریکا نور د نړۍ د پولیسو رول نشي لوبولی، او دی نه غواړي چې هر کال دې ملیاردونه ډالر په نورو هېوادونو کې پر پوځي ماموریتونو ولګوي.









