امریکا او کاناډا کې د یخنۍ له امله بېړنی حالت

د امریکا منځیو او شمالي ایالتونو او همدارنګه د کاناډا منځنیو او ختیځو ولایتونو کې چارواکو خلکو ته خبرداری ور کړی چې سخت قطبي توپان ته منتظر اوسي.

دوی وايي دا توپان به پر واوره او یخ سربېره د هوا درجه تر صفر درجې منفي ۴۶ څلوېښتو ته ټیټه کړي.

دې ډېری سیمو کې ښوونځي تړل شوي او مرستندویه ډلې تیارسۍ دي.

هواپوهان خلکو ته سپارښتنه کوي چې کورونو او ودانیو کې پاتې شي، خو که بهر وځي، ژوره سا دې نه اخلي او خبرې دې لږ کوي.

د دوی په خبره، دې سره یې د یخ وهلو او د بدن تودوخې ډېرې کمېدلو امکا کمېږي.

د امریکا په ویسکانسن او الاباما ایالت کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

مینه سوټا او مشیګان کې الوتنې ځنډول شوې دي.

د امریکا د هوا پوهنې ملي مرکز مشر جان ګاګن وايي، دا ډول یخ څو نسلونه وروسته یو ځل پېښېږي.

دا اداره عمومي خبرداری ور کوي او لیکي: داسې یخني کې پرانیستې فضا کې یوازې ۱۰ دقیقې پاتې کېدل د یخو وهلو لپاره بس دي.

د منځنۍ امریکا لوېدیځو سیمو کې ښوونځي تړل شوي او تر زرو الوتنې ځنډول شوې دي.