تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه الوتکه څو ساعته وروسته بېرته ستنه شوه چې د انسان زړه پکې پاتې و
په الوتکو کې د مساپرو اړوند بېلا بېلو توکو پاتې کېدو کیسې مو ښايي ډېرې اورېدلې وې، خو یوه بې ساري پېښه کې د امریکا یوه الوتکه کې د انسان زړه پاتې کېدو خبر ډېرو ته د حیرانۍ لامل شوه.
د سوت ویسټ ایر لاین دغه الوتکه له سیاټل سیمې ډالاس ته پر لاره وه، چې له الوت څو ساعته وروسته بېرته سیاټل هوايي ډګر ته وبلل شوه.
سبب یې هم دا و چې په دغه الوتکه کې یو انساني زړه پاتې و چې له کلفورنیا ایالته یوه روغتون ته لېږداوه. پروګرام داسې و چې باید دغه زړه کې په راتلونکي کې د استعمال لپاره یو رګ ترمیم شي.
خو په هوايي ډګر کې د الوتکې تشولو پر مهال دغه زړه له ټولو هېر شوی و او تر هغه وخته ورته پام نه و اوښتی چې الوتکې څو ساعت بیا الوت وکړ.
دغه زړه د کوم ځانګړي ناروغ لپاره نه لېږدول کېده. د دغې پېښې خبرونه چې د یکشنبې پر ورځ شوې وه، رسنیو کې د پنجشنبې پر ورځ خپاره شول.
د الوتکې مساپر وايي، دوی حیران پاتې شول چې پیلوټ د دغه (بار) او بېرته ګرځېدو په تړاو ورته وویل.
ویل کېږي یو شمېر مساپرو په خپلو موبایل ټیلفونونو کې د یوه انساني زړه پایښت په تړاو د معلوماتو لټون پیل کړ، چې بل انسان ته پیوند کېږي، چې ماهرین یې د څلورو او شپږو ساعتونو تر منځ بولي.
د دغې الوتکې په اړه ویل کېږي چې تر دریو ساعتونو پورې هوا کې وه.
د الوتکې له سپرلیو یوه ډاکټر چې د زړه لېږد کې یې برخه نه درلوده، سیاټل ټایمز ته وویل، دغه پېښه د 'سخت غفلت ' له کبله وشوه.
د ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، سیاټل ته د الوتکې له ستنېدو وروسته دغه زړه د بدن غړیو بسپنې مرکز ته ولېږدول شو او ویل کېږي چې ټاکلي وخت کې دننه د بدن غړیو خوندي ساتلو مرکز ته ولېږدول شو.