تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مړې ښځې له رحمه لومړی ځل ماشومه وزېږېده
تاریخ کې لومړی ځل د یوې مړې ښځې رحم د ژوندۍ ښځې بدن کې پیوند شوی، چې اوس یې روغه رمټه ماشومه زېږولې.
د مړې ښځې رحم د برازیل ساوپالو ښار کې د هغې ښځې نس کې له ۱۰ ساعته اوږدو جراحي عملیاتو وروسته پیوند کړل شو، چې خپله دغې ۳۲ کلنې ښځې له ځایه رحم نه درلود.
له دې مخکې له دغه ډول رحمونو ۱۱ ماشومان زېږېدلي، خو هغه ټولې ښځې ژوندۍ وې، چې خپل رحمونه یې نورو ته خیرات کړي وو.
دې کې یوه ښځه داسې هم وه، چې خپلې لور ته یې رحم ورکړی و.
خو د ژوندۍ ښځې په نس کې د مړې ښځې رحم پیوندولو ۱۰ تجربې مخکې ناکام شوې دي.
تازه تجربې کې د یوې ۴۵ کلنې ښځې رحم اخیستل شوی، چې له مړینې مخکې یې خیرات کړی و او رحم یې له طبي پلوه روغ رمټ و.
ډاکټرانو له رحمه هګۍ وکښلې او د پلار له سپرم داخلولو وروسته یې خوندي کړې.
ډاکټرانو د ښځې د بدن دفاعي سسټم د درملو په وسیله کمزوری کړ، چې د نوي پیوند شوي رحم له منلو انکار و نه کړي او یا یې پر ضد فعالیت و نه کړي.
د رحم له پیوند کولو شپږ اوونۍ وروسته دغې ښځې میاشتنی عادت بشپړ کړ او له هغه وروسته د ښځې رحم کې کنګل شوې هګۍ کېښودل شوې، چې د ۲۰۱۷ کال دسمبر کې یې دوه نیم کیلو روغه رمټه ماشومه وزېږوله.
د ساو پالو روغتون 'داس کلینکس ' ډاکټر ډیني ایجزنبرګ په وینا:
''د هغو رحمونو پیوندول چې په ژوند خپل رحم خیراتوي، په طب کې یوه خورا لویه لاسته راوړنه ده، ځکه دا به له هغو شنډو ښځو سره مېندوارۍ کې مرسته وکړي، چې خیرات کونکې او طبي اسانتیاوو ته لاسرسی لري. ''
د لندن امپریل کالج ډاکټر سردجان ساسو د دغې تجربې پایلې 'په زړه پورې ' بولي:
خو د داسې ښځو موندل اسانه چاره نه ده، چې په ژوند خپل رحم خیرات کړي او ان که خپلوانه یا دوسته هم وي. دغسې حالت کې د عملیاتو لګښت کم او خیراتونکي د جراحۍ له پیچلتیاوو ژغورل کېږي.