ارزان بیه کور؛ یوازې څلورو ساعتونو کې جوړېږي

هغه ۲۳ کلن ځوان ته ۵۰ زره پاونډه جایزه ورکړل شوې، چې د هر مربع متر لپاره ۵۰ پاونډو په لګښت یې څلورو ساعتونو کې د یوه لرګین کور جوړولو طرح چمتو کړې.
دغه فلپینی ځوان اریل پاټریک فورلالي نومېږي او پلان شوی کور یې له بمبو یا بانس نومي لرګي په څلورو ساعتونو کې چمتو کېږي.

نوموړي دغه طرح د فلپین مانیلا ښار کې د کورونو لږوالي له کبله د حل په توګه وړاندې کړې. هغه بي بي سي ته وویل:
''دا په خپل ځای یو ګرځنده کور دی او یوازې کور هم نه دی، بلکې له خاورو خځلو د انرژي چمتو کولو وړتیا هم لري.''
د میټریل ساینس انجینرۍ محصل اریل خپله د مانیلا اوسېدونکی دی، چې له ټول ۱۲ میلیونه نفوسه یې څلور میلیونه په جونګړو کې ژوند کوي.

ویل کېږي راتلونکو دریېو کلونو کې به هلته دوه نیمه میلیونه نور کارګر هم ورشي او د مېشت ځایونو موندلو موضوع به نوره هم ورسره پېچلې شي.

د اریل فورلال ارزان بیه کورونو پروژه به د مانیلا یوه برخه کې عملي شي، چې هلته یې د ځمکې یوه ټوټه هم ورته موندلې او نوي کارګر به د اوسېدو لپاره جونګړو ته د تلو پر ځای همدې کورونو کې ځای پر ځای شي.

نوموړي د جایزې پېسې پروژې لپاره ځانګړې کړې، چې د ماهرینو په وینا د نورو ښاري کورنو پرتله ډېر چاپیریال دوست دي او ۳۵ سلنه زیات اکسیجن پکې تولیديږي.
نوموړی وايي، کلي کې یې د خپل پلرني کوره په الهام دغه طرح ډیزاین کړې او په هره هغه سیمه کې داسې کورونه چمتو کېدای شي چې بمبو لرګی ولري.









