د هند-چین ګډې پروژې د افغانستان او سیمې ټیکاو ته څه پایله لري؟

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي لندن

ایکانومېک ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې هند او چين د افغان ډيپلوماتانو د روزنې گډه پروژه پيل کړې.

د چين سفير ورځپاڼې ته ويلي چې دوى به د جنگ ځپلي افغانستان سره مرستې لپاره نورې گډې پروژې هم پلې کړي.

ورځپاڼه وايي دا دغو دوو هېوادونو ترمنځ چې په سيمه کې د اغېز درلودو پر سر له نيپال نيولې تر سريلانکا او مالديف پورې سره سيالي کوي د همکارۍ لومړنۍ بېلگه ده.

ورځپاڼه وايي چين او هند په افغانستان کې په دوو مخالفو غاړو کې ولاړ و. چين افغانستان کې پر خپل متحد پاکستان تکيه کوي او له طالبانو سره خبرو کې د منځگړتوب په گډون له بېلابېلو لارو دغه هېواد ته د ثبات د راوستو هڅه کوي.

خو هند بيا د افغان حکومت د پياوړتيا لپاره د ميليارډونو ډالرو په ارزښت پر اقتصادي پروژو او د پوځ پر روزنې پانگونه کړې ده.

خو هند کې د چين سفير د افغان ډيپلوماټانو د روزنې پروژه د هند-چين او افغانستان د همکاريو يوه پيلامه بللې او ويلي چې د روزنې دا پروژه به نژدې راتلونکي کې په نورو ډېرو کوټلو پروژو بدلې شي.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان ډان ورځپاڼې یوه مطلب کې د هند، چین او وسیې د نږدې کېدلو په تړاو لیکلی و، که هند روسیې او چین ته لا ډیر نږدې شي نو دا به په سیمه کې سیاسي او اقتصادي تړاوونه بدل کړي:

"او که هند او چین سره نږدې کیږي نو دا به په دې مانا وي چې د پاکستان او هند ترمنځ هم روغه جوړه کېدی شي او په دې سره به سیمه ییز تړاو په واقعیت بدل شي".

د ولسواکۍ ځلولو چانس

عرب نيوز افغانستان کې د ولسي جرگې ټاکنو ته په اشاره ليکلي چې دا د افغانانو لپاره د ولسواکۍ د بيا ځلولو موقع ده.

ورځپاڼه وايي ولسواکي لا په افغانستان کې نه ده بنسټيزه شوې او د پارلمان غړي په خپل رول کې پاتې راغلي.

د پخواني پارلمان ځينې غړي لا ان په دې نه پوهېدل چې دنده يې څه ده او ځينو اوسنيو نوماندانو داسې شعارونه غوره کړي چې د دغو ژمنو پلي کول يې په واک کې نه دي.

ورځپاڼه وايي دا ټاکنې خلکو ته دا زمينه برابروي چې ولسي جرگې ته نوې څېرې و استوي چې د خلکو په گټه د دغه هېواد پارلماني سياست بيا تعريف کړي.

سعودي ولې د خاشقچي د وژلو اعلانول غواړي؟

نيويارک ټايمز دې رپوټونو ته په اشاره چې گواکې سعودي عربستان دې منلو ته ځان چمتو کوي چې جمال خاشقجي د يو لړ پوښتنو پر مهال چې بې اجازې ترسره شوې وژل شوى دى ليکلي، رښتيا چې هر څه دي خو داسې برېښي چې د دغه نوي وضاحت موخه د سياسي کړکېچ کابو کول دي.

ورځپاڼه وايي دغه سپيناوى به د ولسمشر ټرمپ پر ادارې چې د ميلياردو ډالر په ارزښت د وسلو د خرڅلاو له تړون په شا نشو، هم نيوکې کمې کړي.

ورځپاڼه وايي دا له ترکيې سره مرسته کولى شي.

د ورځپاڼې په وينا هغه پورونه چې رياض يې په کم سود ترکيې ته برابرولى شي د دغه هېواد د لړزېدونکى اقتصاد په گټه دي.

گلف نيوز:

په دوبۍ کې پوليس وروسته له هغه د يوه سړي ژغورنې ته ور ودانگل چې د دوبۍ شارجې پر لويه لار يې د موټر د چلونې اټوماټيک سيستم جم شو او دا گاډى په يوه ساعت کې د ١٤٠ کيلومټرو په چټکوالي روان و.

پوليسو د رپوټ ترلاسه کولو وروسته د گزمې دوه موټرونو ته دنده وسپارله چې له لويې لارې گاډی لرې کړي.

پوليس وايي دا سړى سخت وېريدلى و او د دوى لارښوونې يې هم سم نشوى تر سره کولى خو بالاخره د پوليسو د گاډي په شاه يې و جنگوه او چلونکى يې وتوانېد چې گاډى ودروي.