تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیه: سعودی خبریال خاشقجي د سعودي کونسلګرۍ کې 'وژل شوی'
د ترکیې پولیس وايي، باوري دي چې سعودی خبریال جمال خاشقجي استانبول کې د سعودي عربستان د کونسلګرۍ د ننه "وژل" شوی دی.
د ترکیې لویې څارنوالۍ د نوموړي د تری تم کېدو په اړه څېړنه پیل کړې ده.
خاشقجي چې د سعودي عربستان د سیاست او وليعهد محمد بن سلمان له منتقدینو څخه و، له تېرې سې شنبې ورځې راهیسې کله چې د سعودي کونسلګرۍ ته ورغی، تری تم شوی دی.
رویټرز خبري اژانس او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ترکي سرچینو له خولې ویلي چې خاشقجي د دوی په باور د کونسلګرۍ د ننه وژل شوی.
دغو سرچینو ددې څرګندونو لپاره ثبوت نه لري او یا دا چې هغه څه ډول وژل شوی.
سعودي چارواکو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو شهزاده محمد بن سلمان وړاندې له بلومبیرګ سره مرکه کې ویلي وو، د ترکي چارواکو له خوا د کونسلګرۍ د پلټلو هرکلی کوی.
ترکیه څه کوي؟
ترکي خبري رسنیو ویلي، اوس لویه څارنوالي دا قضیه له نژدې څاري.
د شنبې په ورځ دوو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، "د پولیسو لومړنیو ارزونو ښودلې چې خاشقجي د کونسلګرۍ د ننه وژل شوی".
یوې سرچینې رویټرز ته ویلي: "باوري یو چې د قتل جرم له وړاندې طرح شوی او د هغه مړی له کونسلګرۍ ایستل شوی وي".
وړاندې دغې سرچینې د ترکیې د واکمن ګوند عدالت او پراختیا له خولې ویلي وو، دوی به هراړخیزه څېړنه کوي او هغه ځای به په ډاګه کړي چې خاشقجي ترې تری تم شوی دی.
ترکیه کې د عرب خبریالانو د ټولنې مشر توران کشلاقجي نیویارک ټایمز ته ویلي: "د کونسلګرۍ د ساتلو مسؤولو ترکي پولیسو ټولې کامرې کتلې دي او د خاشقجي د پلي تګ کوم انځور یا وېډیو یې پکې نه ده لیدلې. خو وايي د دیپلوماتانو موټر د کونسلګرۍ د ننه او بهر د حرکت په حالت کې لیدل شوي دي".
د چارشنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سعودي سفیر ورغوښتی و او د خاشقجي د تری تم کېدو په اړه یې توضیحات ترې غوښتي وو.
ترکیه کې د بي بي سي خبریال مارک لوین وايي، پر دې قضیې ناڅرګندتیا سیوری غوړولی چې ښايي د ترکیې او سعودي ترمنځ اړیکي پکې لا ترینګلي شي.
دی وايي، ترکیه پر قطر د سعودي او نورو عربي هېوادونو له خوا د لګول شویو بندیزونو په لړ کې د دوحې لوی ملاتړی هېواد دی، او د ترکیې او ایران ترمنځ نژدېوالي هم سعودي په غوسه کړی دی.
سعودي څه وايي؟
شهزاده محمد بن سلمان بلومبیرګ خبري اژانس ته ویلي: "خاشقجي سعودی وګړی دی او موږ لېوال یو چې د پېښې په جزییاتو خبر شو او له ترکي حکومت سره به تل اړیکه کې یې و چې جمال څه شو".
دی زیاتوي: "زما د معلوماتو له مخې، هغه کونسلګرۍ ته ننوتلی بیا څو دقیقې یا یو ساعت وروسته بېرته وتلی، خو باوري نه یم، د بهرنیو چارو وزارت له لارې به ددې قضیې څېړنه جاري ساتو چې هغه وخت دقیقاً څه پېښ شوي".
د سې شنبې په ورځ څه وشول؟
خاشقجي کونسلګرۍ ته د خپلو هغو اسنادو ترلاسه کولو لپاره تللی و چې ګني خپله پخوانۍ ښځه یې طلاقه کړې او له یوې ترکۍ کوژدنې خدیجې ارزو سره واده کوي، ښځه یې هم کونسلګرۍ ته ورسره تللې وه، خو بهر یې په انتظار وه، خو وايي بېرته راونه وت.
خدیجه وايي، کونسلګرۍ ته د تګ پرمهال زړه نازړه او خپه ښکارېده.
دوی د تیلیفون پرېښودو غوښتنه ترې وکړه، چې په ډېری دیپلوماتیکو بنسټونو کې همدا کار کېږي.
خدیجه زیاتوي، تیلیفون یې دې ته پرېښود او دا یې هم ورته وویل، که له کونسلګرۍ بېرته راونه وت، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له سلاکار سره دې اړیکه ونیسي.
دا وايي، له ۱ بجې یې د شپې تر نیمايي د کونسلګرۍ بهر انتظار وکړ، خو بېرته راونه وت، او کله چې سبا چارشنبه د کونسلګرۍ دروازه پرانیستل شوه، بیا ورغله.
د ۲۰۱۷ کال سپټمبر کې خاشقجي پر ټویټر لیکلي وو: "کور او کورنۍ مې پرېښودل چې خپل غږ اوچت کړم، که دا کار مې د دوی پرخلاف کړی وای له هغو کسانو سره به مې خیانت کړی وای چې د زندان تیارو کې پراته دي. زه هغه وخت غږېدی شم چې ډېر نور خوله هم نه شي پرانیستی".