واشنګټن له کویت،‌ بحرین او اردنه پاټریوټ سیستم بېرته اخلي

د امریکا متحدو ایالتونو له کویت،‌ بحرین او اردن نه له دې کبله د "پاټریوټ" توغندي دفاعي سیستم بېرته اخیستل غواړي، چې د روسیې او چین پر ممکنه ګواښونو خپل پام ورټول کړي.

کویت د امریکا دا پرېکړه "یو روټین کار" بللی،‌ چې ‍په وینا یې،‌ د کویټ اړوند پاټریوټ‌ سیستم یې خپلې پولې ساتلی شي.

خو اردن او بحرین بیا د امریکا پر دغه ګام کوم غبرګون نه دی ښودلی.

پاټریوټ سیستم د الوتکو او توغندیو د مخنیوي لپاره کارول کېږي.

له منځني ختیځه څلور پاټریوټ سیستمونه بېرته اخیستل کېږي: دوه له کویته او یو یو له اردن او بحرین نه.‌

فرانس پرېس خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له خولې د نوم نه ښودلو په شرې ویلي، د پرېکړې موخه دا ده چې "له منځني ختیځ‌ لرې توازن ستون کړای شي".

دا ګام د واشنګټن د هغو هڅو په درشل کې اخیستل شوی چې امریکا د روسیې او چین له خوا د ګواښونو ډېرېدو وېره احساس کړې ده.

یوه امریکايي چارواکي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي: "څلور واړه سیستمونه به یوه دوو میاشتو کې امریکا ته ستانه کړل شي،‌ هلته به وساتل او نوي کړل شي او بیا به نصب کړل شي."

د نوموړي ټینګار دا دی چې واشنګټن به خپله ټلواله هېڅکله په کمزوري حالت کې پرې نه ږدي، بلکې د ملاتړ لپاره به یې نور دفاعي وسایل ورکړي.

"وال سټریټ جورنال" لومړنی خبري اژانس و چې له منځني ختیځه د امریکا دفاعي سیستم بېرته اخیستو پلان یې افشا کړ‌.

د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا په ډېرېدو ده، چې ‍په لړ کې یې ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې پر ایران سخت لفظي بریدونه وکړل.

پاټریوټ توغنديو نه یوازې د منځني ختیځ په یادو هېوادونو کې د امریکايي اډو او بنسټونو ساتنه نه کوله،‌ بلکې په سیمه کې یې د امریکا د ملګرو دفاعي ملاتړ کاوه.‌