سعودي کې د خبرونو لومړنۍ ویانده

سعودي کې خلک هغه مهال هک پک شول چې پپر حکومتي تلوېزون یې خبري خپرونه کې د ویاند په ځای ویانده ولیده.

دا لومړی ځل دی چې د دغه هېواد سعودي تلوېزون کې کې یوه ښځه د شپې مهال خبرونه وايي.

خبریالې وئام الدخیل له بل ویاند سره د شپې اوه نیمې بجې خبري ټولګه کې کورني او بهرني خبرونه لیدونکو ته وړاندې کړل.

له دې مخکې سعودي کې د شپې خبرونه- چې ډېر لیدونکي لری- ویاندانو ویل.

ویاندې یوازې د هوا حالاتو، سهارنیو خپرونو او د ښځو اړوند پروګرامونو کې لیدل کېدې.

پر ۲۰۱۶ کال اول ځل یوه ویانده زومنه ال هاشمي د سهارنۍ خپرونې خبري ټولګه وړاندې کړه.

خبریاله وئام الدخیل د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې د سعودي حکومتي تلوېزون کې وګومارل شوه.

وئام الدخیل څوک ده؟

د عرب نیوز په خبره، وئام الدخیل بحرین کې له عرب نیوز سره د ۲۰۱۴ کال تر ۲۰۱۷ کال پورې کار کاوه او هلته یې ډېر مینوال درلودل.

هغې د ۲۰۱۲ کال له سپتمبر د ۲۰۱۳ کال تر نومبر له عربي اېن بي سي سره هم رپورټره وه.

وئام الدخیل پر ۲۰۱۱ کال له لبنان امریکايي پوهنتون خبریالۍ کې فارغه شوه.

پر عربي سربېره انګرېزي او فرانسوي یې هم زده ده.

د محمد بن سلمان پرمختیاپال پلانونه

سعودي کې وليعهد محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ لرلید له مخې پرمختیاپال سمون راځي.

د دې سمون له مخې مېرمنو ته د موټروانۍ، لوبغاړي ته د تللو او لوبو کې د ګډون اجازه هم ور کړل شوې ده.

سعودي عربستان کې تېر اپرېل پر فلمي سینما د څه باندې درې نیمو لسیزو بندیز پای ته ورسېد.

سعودي حکومت پر تېلو د خپلې اقتصادې تکیې د کمولو او د ساتېرۍ د صنعت د پراختیا په لړ کې دې کار ته لاس اچولی، چې له مخې به یې ښځې او نارینه په ګډو تالارونو کې فلمونه کتلای شي.