هندی کشيش پر راهبه د ۱۳ځله جنسي تېري په تور نيول شوی

د هند کیرالا ایالت کې پولیسو یو کاتولیک کشیش د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ ۱۳ ځلې پر یوې راهبې د جنسي تېري په تور نیولی دی.‌

۴۴ کلنې راهبې په تېره جولای میاشت کې خپل شکایت درج کړ، چې وايي کاتولیکې کلیسا یې د پرله پسې شکایتونو له کبله هېڅ غم نه دی خوړلی.‌

همدا وو چې د هغې مکررو شکایتونو نورې راهبانې له دې سره د خواخوږۍ په پار واټونو ته راویستلې او په هند کې د مسیحي اقلیت ځپلو ضد کمپاین پیل شو.

د سیمه ییزو پولیسو یوه مشر بي بي سي ته ویلي، ۵۴ کلن تورن فرانکو مولاکال له درو ورځو پوښتنو ګروېږنو وروسته د تېرې جمعې په ورځ ‌ونیول شو.

دغه کشیش چې پرې لګول شوی تور ردوي،‌ محاکمې ته وړاندې کېږي.

مولاکال د هند شمال کې د پنجاب ایالت جالندر کې د لویو کشیشانو له ډلې دی، خو راهبه د "عیسی مبلغینو" له ډلې ده. دا ډله کیرالا کې د جالندر د لویو کشیشانو تابع ده.‌

دا وايي، جنسي تېری هغه وخت پرې کېده چې یاد کشیش د کیرالا کاتایام ښار کې د راهبو خانقاه او د دوی استوګنځي ته ورتله.

واتیکان ته د راهبو څلورم لیک

راهبو تر اوسه رسنیو ته ددغې رسوایۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو روانه میاشت یې واتیکان او نوي ډیلي کې د پاپ استازي ته یو پرانیستی لیک استولی دی.‌

دا وايي، واتیکان ته یې په دې تړاو څلورم لیک استولی.

په لیک کې راغلي: "له ټولو خوا بې پامي راته کېږي. داسې انګیرو چې کاتولیکه کلیسا یوازې پر نارینه کشیشانو پام کوي. غواړو پوه شو چې په قانون کې د راهبو او ښځو انصاف کې کوم څه راغلي دي."

کیرالا کې مسیحیان

په هند کې مسیحیان اقلیت یا لږکي دي،‌ چې د هېواد د ټول ټال وګړو ایله ۲ سلنه جوړوي، خو د هند جنوبي او ساحلي کیرالا ایالت کې یې د نورو وګړو پرتله شمېر ۲۰ سلنه دی.

باور کېږي چې عیسویان له ۲۰۰۰ کلونو راهیسې هند کې اوسېږي او دغه هېواد کې کیرالا د عیسویانو مورنی ټاټوبی دی، ځکه چې د دوی عیسوي مشر توماس، چې دولسم مسیحي رسول ګڼل کېږي په ۵۲ میلادي کال هلته تللی.

په هند کې ټول عیسویان ځانونه سریاني یا سوري ګڼي او ځینې یې کاتولیک یا پروټسټانټ مذهب ته اوښتي،‌ خو نور بیا ارتودوکس پاتې شوي.