د عمران خان چورلکې پر سپرلۍ ملنډې

Imran Khan

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, طاهر عمران او پاتریک اېوانز
    • دنده, بي بي سي اردو او یو جي سي، سوشل نیوز

پاکستان کې تېره اونۍ پر خواله رسنیو د نوي ټاکل شوي لومړي وزیر عمران خان دفتر ته تګ راتګ موضوع بحثونه تاوده وو.

عمران خان له خپل شخصي کوره تر رسمي دفتره ۱۵ کیلومتره سفر چورلکه کې کړی، چې پرې نیوکې شوې او دا یو ډول اسراف بلل شوی دی.

پر دغې موضوع د اطلاعاتو کلتور وزیر فواد چوهدري له څرګندونو وروسته نیوکې لا ډېرې شوې، چې خبري غونډه کې یې د دغه سفر لګښت د یوه کیلومتر لپاره ۵۵ روپۍ وباله او ادعا یې وکړه، چې ګواکې دا کم لګښت سفر دی.

هغه خو دا هم ور زیاته کړه:

''ما ګوګل کې دغه 'معلومات ' وموندل ''

خو د خلکو زړه ته دا خبره نه لوېده، چې ګواکې د چورلکې سفر ارزان بیه دی او پر ټویټر پاڼه د دوشنبې پر ورځ هیلیکوپتر هشټګ نژدې شپږ زره ځله لاس پر لاس شو.

خلکو پرې ټوکې ولیکلې او د اطلاعاتو کلتور وزیر پر دغه ادعا یې ملنډې ووهلې.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

Presentational white space

د ښاغلي خان د سفر لګښت پاکستان کې له کریم نومي ټیکسي خدمتونو سره پرتله شو، چې پاکستان کې د ځېرک موبایل اپلیکشن له لارې خدمت وړاندې کوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

Presentational white space

خپله کریم هم پر خپله ټویټر پاڼه د هوايي سفر خیالي وړاندیز سره دغو ټوکو ټکالو کې شامل شو، خو پوښتنه دا ده، چې ایا د اطلاعاتو کلتور وزیر د ادعا په تړاو د خلکو شکونه سم و که بې ځایه؟

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

Presentational white space

لګښت څومره دی؟

ځواب یې د بي بي سي اردو په یوه رپوټ کې وینو، چې وايي د اي ډبلیو ۱۳۹ ډوله چورلکې د یوه ساعت فعالیت د تېلو لګښت چې لومړی وزیر عمران خان یې کاروي، د ۵۵ روپیو پر ځای ۱۶۰۰ روپیو ته رسېږي.

Agusta Westland helicopter

د عکس سرچینه، Government of Pakistan

د عکس تشریح، اګستا ډوله چورلکه ۱۵ کسان لېږدولای شي

ښايي د ښاغلي خان د سفر لګښت تر هغه څو برابره ډېر وي، چې د ده وزیر یې ادعا کوي، خو هغه کسان بیا بل دلیل لري، چې د لومړي وزیر د چورلکې کاروولو دفاع کوي.

د بېلګې په توګه دغه ټویټر پیغام د عمران خان لپاره د چورلکې سفر خوندي بولي. ښاغلي چوهدري په خپله خبري غونډه کې د فکر دغو دواړه اندازو ته اشاره کړې:

موږ د لومړي وزیر د سفر لپاره دوې لارې لرو، یا د موټرو یو کاروان، چې د ترافیکي ګڼې ګوڼې او لارو تړل کېدو سبب کېدای شي او یا هم چورلکه .

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 4

Presentational white space

هغه زیاته کړه:

' 'د وي ای پي کلتور او امنیتي کلتور تر منځ توپیر شته. ''