تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو پايله به سوله وي؟
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
هندوستان ټايمز د افغان سولې په تړاو خپاره کړي مطلب کې ليکلي چې هند بايد د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو او ور سره تړلو پرمختياو په تړاو اندېښمن نه وي.
ورځپاڼه وايي افغانستان کې سوله د هند په گټه ده او طالبانو ويلي چې هند د افغانستان د يوه ملگري او پراختيايي شريک په توگه پېژني.
ورځپاڼه وايي تاريخ ښوولې هر څوک چې د کابل واکمن وي د افغان ملي واکمنۍ د دفاع هڅه کوي او نه پرېږدي پاکستان دې پرې سياسي او پوځي ولکه ولري.
خو ورځپاڼه دا هم زياتوي، ان که هر څه له پلان سره سم پر مخ لاړ نشي هم هند بايد داسې څه ونه کړي چې پاکستان يې د ترټلو فرصت ومومي.
ليکوال پوښتي ايا د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو پايله به سوله وي؟ او که نه پاريس کې د ويتنام په تړاو د سولې هوکړې ته به ورته وي چې امريکا له ويتنام ووتله، ډېرو کسانو د سولې نوبل جايزه هم تر لاسه کړه خو ويتنام کې يې سوله را نه وسته.
تاجکستان افغانستان کې د بمبارۍ وړتیا لري؟
نيويارک ټايمز هغه رپوټ ته په اشاره چې د تاجکستان هوايي ځواکونو د افغانستان تخار ولايت کې بمباري کړې او شپږ طالب وسلوال يې وژلي، وايي دا وينا د تاجکستان د هوايي ځوک وړتيا سره اړخ نه لگوي.
ورځپاڼه زياتوي د هوايي چلند صنعت د ٢٠١٧ م کال په يوه رپوټ کې چې د نړۍ د هوايي ځواکونو په تړاو خپور شوى راغلي، د تاجکستان هوايي ځواک ډېر کوچنى دى او دا هم مالومه نه ده چې جت الوتکې لري او که نه.
ورځپاڼه د يوه ځايي چارواکي څرگندونو ته اشاره کوي چې وايي بريد روسي جوړې مېگ الوتکې کړى خو دى نه پوهېږي چې پيلوټ يې تاجک و او که روسى.
ورځپاڼه وايي روسيه د تاجکستان پوځي متحد ده، خو د روسيې دفاع وزارت ويلي چې د بريد تر شاه نه ده او افغان پولې سره يې نژدې عمليات نه دي کړي.
ورځپاڼه وايي که دا بريد رښتيا د روسيې له لوري شوى وي خو دا به افغانستان کې د روانې جگړې د ختمولو په موخه پر خبرو اترو اغېز وکړي.
ډان:
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ليکلي چې د خيبر پښتونخوا مشر وزير حکم کړى چې د سپما او د لگښتونو د کچې راکمولو لپاره دې د کابينې او نورو رسمي غونډو گډونوالو ته دې چاى نه ورکول کېږي.
د خيبر پښتونخوا اعلى وزير همداراز دا لارښوونه هم کړې چې د بوتل پر ځاى دې اوبه د غونډو گډونوالو ته په گيلاس کې ورکړل شي، چې سپما وشي.