تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'عمران خان د کورنیو چارو له وزیر پرته ۲۰ کسیزه کابینه تایید کړې'
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د نوي حکومت تشکیل لپاره د ۱۵ وزیرانو او پنځه سلاکارانو نومونه تایید کړي دي. د عمران خان تحریک انصاف ګوند ویاند فواد چودري د ټویټر پیغام له لارې دغه نومونه خپاره کړي دي.
خپله د فواد چودري نوم د اطلاعاتو او نشراتو د وزیر په توګه تایید شوی دی. په دغه نوملړ کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د شاه محمود قریشي نوم یاد شوی، خو د کورنیو چارو وزیر د نوم یادونه نه ده شوې.
د خیبر پښتونخوا پخواني اعلی وزیر پروېز خټک نوم د پاکستان دفاع وزیر په حیث یاد شوی دی. عمران خان په خپله کابینه کې د خپل ګوند سیاسي متحدینو ته هم ځای ورکړی دی.
متحده قومي غورځنګ (پاکستان) ګوند ته په کابینه کې د قانون او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونه ورکړل شوي او د عوامي مسلم لیګ ګوند مشر شیخ رشید ته د اورګاډو یا ریلوې وزارت ورکړل شوی دی.
د پاکستان قومي اسمبلۍ یا پارلمان پخوانۍ مشرې فهمیده مرزا ته چې د ګرانډ دیموکراتیک اتحاد مشره هم ده د ایالتونو خپلمنځي اړیکو وزارت او دغه راز د بلوچستان عوامي ګوند زبیده جلال ته د دفاعي تولیداتو وزارت سپارل شوی دی.
د عمران خان یوه بل اتحادي پاکستان مسلم لیګ (ق) ګوند له لوري له پنجاب ایالته ټاکل شوي غړي چودري طارق بشیر چیمه نوم د سرحدي چارو وزیر په توګه منل شوی دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د جولای میاشتې ټاکنو کې د خپل ګوند له بریا وروسته تېره ورځ د دغه هېواد قامي اسمبلۍ یا پارلمان کې د پاکستان د دوه ویشتم لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.