د لندن ښار په زړه کې "ترهګریز" برید شوی

لندن برید

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، امنیتي ځواکونه د برید سیمې ته رسېډلي

د لندن په زړه کې د برتانیې د پارلمان ودانۍ ته نژدې موټري برید شوی چې درې تنه پکې ټپیان شوي دي.

د موټر چلوونکی د ترهګریز برید په تور نیول شوی دی.

د پولیسو په وینا، د لندن پر وخت د سهار پر ۷ نیمو بجو په وېسټ مېنسټر سیمه کې یو کس خپل موټر پر بایسکل سپرو او پلو کسانو ور وخېژاوه.

ویل کېږي چې د بریدګر عمر د ۲۰ کالو په شاوخوا کې دی او تر دې دمه یې پولیسو ته هېڅ مالومات نه دي ورکړي.

د سکاټلنډ یارډ د پولیسو مشر نیل باسو ویلي، دا چې برید قصدي دی او په یوه سمبولیکه سیمه کې شوی، دوی په دې باور دي چې دا یو ترهګریز عمل و.

د نوموړي په وینا، دا مهال د لندن ښار په کومه بله سیمه کې د احتمالي برید په اړه کوم د پام وړ استخباراتي مالومات نشته.

په ژوبلو کسانو کې د یوې ښځې ټپونه ژور دي، خو ویل کېږي چې ژوند ته یې خطر نشته.

لندن برید
د عکس تشریح، بریدګر پر بایسکل سپاره خلک په نښه کړي

د بریدګر په موټر کې کومه وسله نه ده موندل شوې، او نه هم کوم بل کس ورسره موټر کې ناست و.

د بریدګر نوم تر اوسه نه دی ښودل شوی، خو داسې رپوټونه دي چې نوموړی د برمنګم ښار اوسېدونکی دی.

د برید سیمه د عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې او د بسونو او اورګاډو تمځایونه هم بند دي.

د پېښې یو عیني شاهد بري ویلیمز بي بي سي ته وویل:

"یو موټر مې ولید چې په چټکۍ سره د پارلمان ودانۍ خوا ته روان دی. ناڅاپه چیغې شوې. موټر غلط لاس ته واوښت او پر هغو بایسکل والو ور وخوت چې د ترافیک اشارې ته ولاړ وو. بیا موټر په شا روان شو او له دېوال سره ټکر شو. څو شېبې وروسته پولیس را ورسېدل".

د برتانیا د ترانسپورت پولیسو ویلي چې په انګلستان، سکاټلنډ او وېلز کې خپلې ګزمې ډېروي.