تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایټالیا کې د پل له نړېدو وروسته ۳۵ کسان وژل شوي دي
د ایټالیا کورنیو چارو وزیر ماتیو سلویني وايي، د دغه هېواد شمال لوېدیځ ښار جینوا کې د یوې لویې لارې اوږدو کې هوايي پل لوېدلی او ۳۵ کسان پکې وژل شوي دي.
په یوه ویډیويي کلیپ کې د پل یوه لویه ستنه لېدل کېږي، چې له ګڼ باران وروسته نړېږي.
لاروي ګاډي او د پله خاورې خځلې ۹۰ متره لاندې پر یوه ګودام او ریل پټلیو غورځېدلي دي.
مرستندوی کارکونکي هڅه کوي، په خاورو خځلو او ورانو ویجاړو ګاډو کې ایسار پاتې کسان راوباسي.
د ځايي پولیسو په وینا پل له ځايي وخت سره سم د ورځې نژدې۱۱ نیمې بجې له زورورې تالندې او باران وروسته ونړېد.
یوه عیني شاه پیترو امی الاسا، د ایټالیا انسا خبري اژانس ته وویل:
''شاوخوا یوولس نیمې بجې به وې، چې تندر مې ولید پر پله ولګېد او له هغه وروسته پل لاندې وغورځېد. ''
لومړي سر کې د ټرانسپورټ مرستیال وزیر ادواردو ریکسي وویل پېښه کې ۲۲ کسان وژل شوي، خو په وینا یې داسې احتمال شته، چې د مړو شمېر ډېر شي.
چارواکي وايي، وژل شویو کې یو ماشوم هم شته او په وینا یې ۱۳ نور کسان ټپیان شوي دي.
دغه پل چې ۱۹۶۰ لسیزه کې ودان شوی دی، د ایټالیا او فرانسې سویلي سمندرغاړې تر منځ د لویې لارې اوږدو کې پروت و.
د پله نړېدلې برخه لسګونه متره اوږده ده او د پولسیویرا سیند له یوه غاړې تر بلې غځېدلې ده.