ایران ته چکر د ناروې یوه وزیر ته د استعفا په بیه تمام شو

ايران ته د چکر پر سر د را پورته شوې رسوايۍ له مله د ناروې د کابينې يوۀ وزير خپله دنده دلاسه ورکړه.

د ناورې د کب نيونې صنعت وزير پېر سندبرگ وروسته له هغه له خپلې دندې استعفا ته اړ شو چې د لوموړي وزير له خبرولو پرته ايران ته تللى و.

د ناروې د قانون له مخې کله چې يو وزير له هېواده بهر په سفر ځي نو بايد لومړى وزير خبر کړي او په بله وينا ورته ووايي. خو ښاغلي سندبرگ دا کار نه و کړى او دا يوه قانوني سرغړونه وبلل شوه.

بله موضوع چې پر هغه د نيوکو لامل شوه دا وه چې د امنيتي پروتوکول نه سرغړونه کړې وه هغه داسې چې خپل دولتي گرځنډه ټيليفون يې هم له ځانه سره داسې يو هېواد ته وړى و چې له ناروې سره د امنيتي همکاريو کوم تړون نه لري.

دا وزير په خپله ٥٨ کلن دى او خپلې ايرانۍ توکمې ملگرې سره ايران ته تللى و.

کله چې يې د سفر خبره ډاگييزه شوه دى سخت تر نيوکو لاندې راغى.

لومړي وزير ښاغلي سندرگ ته لارښوونه وکړه چې خپل گرځنده ټيليفون پوليسو ته وسپاري.

خو د حکومت مخالفو نيوکې کمې نه شوې او تورونه يې پورې کول چې گواکې حکومت د ملي امنيت خوندي کولو په برخه کې وړتيا نه لري.

ښاغلي سندربرگ د خپل د سفر پر مهال ايران کې اخيستي انځورونه هم خپاره کړي و او د هغه هېواد ستاينه يې کړې وه چې دا کړنه يې هم د نيوکو لامل شوه.

ده له ستنېدو وروسته وويل چې ايران لوى هېواد دى او ستر خلک لري خو د حکومت کړنې يې زما له ارزښتونو سره اړخ نه لگوي.

ښاغلى سندبرگ د کډوالۍ ضد سياستونو پلوى سياستوال دى خو ملگرې يې په خپله اصلي کډواله وه چې لس کاله وړاندې يې د ناروې تابعيت تر لاسه کړى.

نيوکې بالاخره لامل شوې چې ښاغلى سندبرگ له دندې لاس پر سر شي