تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: قامي او صوبایي اسمبلیو لومړنۍ ناستې وکړې
د پاکستان له ټولټاکنو وروسته د حکومت جوړولو لومړی پړاو کې پر قامي اسمبلۍ یا ملي پارلمان سربېره د پښتونخوا، بلوچستان او سیند صوبايي اسمبلیو غړو هم لوړه وکړه، خو پنجاب کې دا چاره د اګسټ پر ۱۵ کېږي.
د قامي اسمبلۍ ۳۲۹ غړو، د سیند ۱۶۵، د پښتونخوا ۱۱۲ او بلوچستان اسمبلۍ ۶۰ غړو لوړه وکړه.
د تېرو ټاکنو ډېرې څوکۍ ګټونکی ګوند تحریک انصاف په پنجاب کې هم د حکومت جوړولو دعوه کوي، خو مسلم لیګ نون هم هلته ځان بریالی بولي.
د قامي او صوبايي اسمبلیو د غړو له لوړې وروسته راتلونکو پړاوونو کې د پارلمان او صوبايي اسمبلیو د مشرانو او مرستیالانو ټاکنې کېږي او له هغه وروسته به لومړی وزیر ټاکل کېږي بیا به لومړی وزیر او وزیران لوړه کوي او کابینه به جوړېږي.
د قامي اسمبلۍ او سیند اسمبلۍ لومړنۍ غونډه به د چهارشنبې او د بلوچستان دا ناسته به د پنجشنبې په ورځ وشي.
د پاکستان ټولټاکنې د تېرې میاشتې پر ۲۵ وشوې او د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند تر نورو ګوندونو مخکې دی.
خو د مسلم لیګ، پیپلز پارټۍ، متحده مجلس عمل، عوامي نېشنل پارټي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، قومي وطن پارټي او نور ګوندونه دا ټاکنې له درغلیو ډکې بولي.
پښتونخوا کې
د پاکستان قامي اسمبلۍ په څیر نن د دوشنبۍ پر ورځ د پښتونخوا ته صوبايي بارلمان ته بریالو غړیو هم سوګند پورته کړ.
د اسمبلې غونډه سهار لس بجې پیل شوې وه چې ټول د پښتووخوا د بیل بیل سیمو نه اسمبلۍ ته بریالي شوي وو.
د بریالي شویو غړیو نه د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند د اسمبلې غړي سردار نلوټه سوګند واغیست.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند دغه صوبه کې هم ډیری څوکۍ ترلاسه کړې وې او د حکومت واک به هم د په دغه ایالت کې د تحریک سره وی.