تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یمن: پر بس ګاډي بمبارۍ کې ماشومان وژل شوي
د یمن شمال هغه سیمه کې چې د یاغیانو کنټرول کې ده، د سعودي عربستان په مشرۍ اییتلافي هوايي ځواک بمبارۍ کې لسګونه کسان وژل شوي، چې ډېر یې ماشومان دي.
بمباري پر یوه روان بس شوې، چې د صعده ایالت ضحيان بازار کې یې سفر کاوه.
د یمن عامې روغتیا وزارت مسولین چې کنټرول یې د حکومت مخالفو حوثي یاغیانو سره دی وايي، لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي دي.
د سره صلیب مسوولین وايي د ډېرو وژل شویو کسانو عمرونه له ۱۰ کلونو کم دي. اییتلافي ځواک بیا دغه کړنه (قانوني) بللې ده. د اییتلاف ویاند ډګروال ترکي المالکي په یوه اعلامیه کې وايي:
''(هوايي برید) له نړیوالو او بشري قوانینو سره سم دی. ''
هغه زیاته کړه چې ایتلاف د هغو بالستیک توغندیو ته ځواب ورکړی چې د یاغیانو له خوا توغول شوي وو او هدف یې د سعودي په سویلي جیزان سیمه کې ولسي وګړي وو.
ایتلاف ټینګار کوي چې هېڅکله یې په لوی لاس پر ملکي وګړو برید نه دی کړی خو د بشري حقونو ډلې یې تورنوي چې په تېرو دریو کلونو کې یې پر مارکیټونو، ښوونځیو، روغتونونو او میشت ځایونو بمبارۍ کړې دي.
بل لور ته سره صلیب چارواکو په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، سعاده کې د دوی روغتون ته ګڼ ټپیان وروړل شوي دي.
له هغه وروسته چې د پلازمېنې صنعا په ګډون د یمن شمالي برخې کنټرول د حوثي یاغیانو لاس ته ورغلی، لږ تر لږه لس زره کسان په جګړو کې وژل شوي، چې له دریو یې دوې برخې ملکي خلک دي.
۲۰۱۴ کال کې ولسمشر عبدربه منصور هادي د جګړو پایله کې له پلازمېنې وتلو ته اړ شو او ګاونډي سعودي عربستان ته لاړ.
له هغه وروسته د عربي هېوادونو یو اییتلاف جوړ شو، چې مشري یې سعودي عربستان کوله او د یمن جګړې ته داخل شو.
تېره میاشت له بي بي سي سره خبرو کې ښاغلي هادي وویل د سعودي په مشرۍ پوځي اتحاد له هغه ډېر وخت ونیو، چې تمه یې کېده، خو په وینا یې بدیل یې نور هم ناوړه ښکاري.